د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

ملتپال بلوڅان د ملګرو ملتونو د پلاوي ورتګ ته خوشبين دي


د ملګرو ملتونو يو پلاوى په پاکستان کې د بشر ضد اعمالو د څارنې لپاره د دې هېواد پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلى او ټاکل شوې، چې سبا به بلوچستان ته لاړ شي او هلته د ورکو خلکو له کورنيو، د سياسي ګوندونو له مشرانو او د بشر د حقوقو له فعالينو سره وويني او وضعيت له نژدې وڅاري. په بلوچستان کې د ورکو خلکو د سازمان مشران، ملتپال بلوڅان د ملګرو ملتونو د پلاوي ورتګ ته خوشبينه دي.

د سپتمبر پر لسمه نېټه، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان له خوا يو څلورکسيز پلاوى په پاکستان کې د بشرضد اعمالو د څارنې لپاره اسلام اباد ته را رسېدلى، په ناکرار ايالت بلوچستان کې يې ملتپالو بلوڅانو او د ورکو بلوڅو کورنيو هرکلۍ کړى او هيله من دی، چې د ملګرو ملتونو پلاوى به د بلوچستان په ټولو سيمو کې وګرځي او د خلکو فرياد به واوري.

په کوټه کې د ورکو بلوڅانو د اتحاديې مشر نصرالله بلوڅ په کوټه کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې د ملګرو ملتونو له پلاوي وغوښتل، چې د بلوڅو په سيمو کې له پوځي عملياتو او هر ډول ظلمونو اغېزمنو شويو خلکو کورنۍ دې له نيژدې وګوري:

"د ملګرو ملتونو پلاوى، چې دلته راځي موږ هم ورسره وينو، خو موږ ته يې بېخي لږ وخت راکړى، موږ دوى ته هرکلۍ وايو او هيله کوو، چې دا به د دوى وروستى سفر نه وي بلکې بيا به هم راځي او دلته چې بشر ضد کارونه تر سره کېږي او قانون تر پښو لاندې کېږي، له هغه به پرده پورته کوي او پر واقعيت ولاړ رپوټ به وړاندې کوي."

په بلوچستان کې په دې وروستيو کې د فرقه ييز اختلاف پر سر په هدفي وژنو کې ګڼ شمېر هزاره توکمه شعيه مسلمانان هم و وژل شول، د هزاره قوم خلک خوشبينه دي، چې د ملګرو ملتونو پلاوى به د دوى د بې ګناه خلکو د وژنو حال هم واخلي.

په پاکستان کې د بشري حقونو يوه فعاله مېرمن عاصمه جهانګير وايي، په بلوچستان کې که د هدفي وژنو تر شا حکومتي لاسونه نه وي، نو ولې يې عاملين نيول کېږي نه:

"دا هر څه، چې په بلوچستان کې کېږي، يو څه په خپله استخباراتي ادارې کوي او تر شا يې ولاړې دي او د دا ډول غير قانوني وسلوالو سازمانونو ملاتړ کوي او يو څه خو حالات د حکومت او دغو استخباراتي ادارو له لاسه وتلي دي."

د بلوچستان نېشنل ګوند ځای ناستى مشر ډاکټر جهانزېب جمالدينى وايي، د دوى د ګوند په شمول زرګونه بلوڅان ترى تم دي او سلګونه وژل شوي دي او لا هم وژل کېږي، خو د پاکستان مرکزي حکومت يې په مخنيوي کې پاته راغلى دى. وايي د ملګرو ملتونو پلاوى بايد نړۍ ته وښيي چې بلوچستان څنګه د اور په لمبو کې سوځي:

"د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د کمېسون ډله چې پاکستان ته راغلى هرکلى ورته وايو، موږ هيله من يم چې بلوچستان ته په راتګ سره به دوى په کوټه کې بند نه ساتل کېږي، بلکې دوى بايد د بلوچستان په کونج کونج کې له هغو ټولو متاثره خلکو سره- چې صدمه يې ليدلې- وويني او له هغو خلکو سره وويني چې خلک يې ژوندي ورک شوي او تر اوسه يې څلورسوه اتيا مړي تر لاسه کړي دي او په نړيواله کچه خلک ترې خبر کړي"

د بلوڅو د يوه بل ملتپال نېشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وايي ملګري ملتونه دا توان لري چې په بلوچستان کې د بشرضد اعمالو په مخنيوي کې مثبت ګامونه پورته کړي، خو وايي شرط دا چې راتلونکى پلاوى يې د چا تر اغېز لاندې را نه شي او د دې ايالت حالات کټ مټ و ارزوي:

"هغوى راغلي دي بايد د بلوچستان وضعيت وڅاري او د حل لپاره يې پر پاکستان فشار راولي، چې د بلوچستان د شخړو يوه حللاره را ووځي، هسې د خلکو تښتول او وژل نه يواځې کومه ګټه نه لري بلکې نور به حالات خراب شي، زه د ملګرو ملتونو د پلاوي د را لېږلو ستاينه کوم، دا به مثبت اغېز ولري، ځکه ملګري ملتونه نړيواله اداره ده او هر ډول تصميم چې ونيسي هر هېواد يې عملي کولاى شي"

ټاکل شوې ده، چې د ملګرو ملتونو پلاوى د جمعې په ورځ کوټې ته راشي او دلته د هدفي وژنو، د ورکو بلوڅانو او د هغوى د خرابو موندل شويو مړيو او هر ډول بشرضد اعمال له نيژدې وڅاري او تر هغه وروسته له خپله جانبه يو تفصيلي رپوټ وړاندې کړي.

راپور:- بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG