د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

"ګڼ وزارتونه نه دي توانیدلي، چې د خپلې بودجې ۴۰فیصده هم ولګوي"


د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون وایي، د بودجی د لګولو په هکله د دوی څیړنو وښوده، چې شاوخوا اولس وزارتونه او خپلواکې ادارې نه دي توانیدلي، چې په یوزرو درې سوه نهه اتیایم لمریزکال کې، څلویښت فیصده پراختیایي بودجه هم ولګوي.

د ولسي جرګې د مالي او بودجې د کمیسیون ريیس امیرمحمد یار، د چهارشنبې په ورځ د دولتي ادارو د بودجې د لګښت راپور د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړ او ویی ویل، چې د بودجې د کم لګښت په هکله د یو شمېر وزارتونو دلایل د قناعت وړ وو، خو د اطلاعاتو او فرهنګ او لوړو زده کړو وزارتونو چارواکو ونه شول کړای، چې د کمیسیون پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه ووایي:

«د ټولو وزارتونو او خپلواکو ارګانونو د یو زرو درې سوه نهه اتیایم لمریز کال د بودجې راپور مو څیړلی او په کې معلومه شوه، چې د لوړو زده کړو وزارت نه دی توانیدلی، چې په دې کال ان څلویښت فیصده بودجه هم ولګوي.

د دې وزارت له چارواکو مو پوښتلي، خو ځوابونه یي د قناعت وړ نه وو، اوس به جرګه پریکړه وکړي چې چارواکي یی بیا راوغواړو او که څنګه.»


ښاغلی یار د سیمه ییزو ارګانونو عمومي ریاست او د نورم او ستندرد اداره هم یاده کړه، چې په یو زرو درې سوه نهه اتیایم کال کې یې خپله څلویښت فیصده پراختیایي بودجه هم نه ده لګولې.

د ولسي جرګې ريیس د جرګې د یو شمېرغړو د غوښتنو له مخې پریکړه وکړه، چې دا راپور دې د کمیسیونونو د ريیسانو په غونډه کې یو ځل بیا وڅیړل شي او د یادو وزارتونو او خپلواکو ادارو له چارواکو سره دې شریک شي.

د لوړو زده کړو وزارت د پلان ريیس عبدالمنیر مهرور له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې دا ومنله، چې په یوزرو درې سوه نهه اتیایم لمریزکال کې یي څلویښت فیصده پراختیایي بودجه نه ده لګولی، خو د نه لګښت دلایل یی جرګې ته وړاندې کړي دي:

«په نهه اتیایم کال کې بودجه د ثور په میاشت کې تصویب شوه، بودجه چې نه وي، پروژې هم نه پلانیږي. درې څلور میاشتې تدارکاتي مرحله ده.

له هغې وروسته دوه درې میاشتې پاتې کیږي هوا سړیږي او ساختماتي چارې هم پرمختګ نه کوي.

ځیني مرستیندویان ژمنې کوي، خو په عمل کې پیسې نه راکوي، چې په دې صورت کې په هغه کال کې د پروژو جوړول هم ناممکن وو.»


د ولسي جرګې ځینو غړو ویل، د بودجې نه لګول په دې مانا دي، چې خلکو ته لازم خدمات نه دي رسیدلي.

ځینو ویل، د دې ادارو له چارواکو سره دې قانوني چلند وشي؛ خو د لوړو زده کړو د وزارت پر چارواکو سربیره د نورو ادارو چارواکي هم وایی، چې ناامني، د بودجې پر وخت نه تصویبیدل، د مرستندویو موسسو د ژمنو ځنډیدل او داسې نور هغه لاملونه دي، چې د ځانګړې شوې بودجې د لګښت مخه نیسي.

راپور: خان محمد، سیند
XS
SM
MD
LG