د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۲۳

ایساف وايي، هره میاشت ۱۰۰وسلوال مخالفین عادي ژوند ته راګرځي


ایساف ځواکونه وایي، چې هره میاشت څه باندې سل وسله وال مخالفین په افغانستان کې خپلې وسلې په ځمکه ږدي او د ادغام مجدد یا نوي پيل د پروګرام له لارې عادي ژوند ته راګرځي.

د ایساف د نوي پيل د پروګرام مسول ډیویډ هوګ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دغه شمېر مخالفین ټول جنګیالي دي او اوس په خپلو ټولنو کې نور مخالفین دې ته هڅوي، چې د دوي په څیر عادي ژوند ته يی مخه کړې:

"تر اوسه څه باندې پنځه زره مخالفین عادي ژوند ته راګرځیدلي، شااوخوا زر نور مخالفین له دې پروګرام سره د یوځای کیدو په حال کې دي.

هغه کسان چې عادي ژوند ته ګرځیدلي ټول جنګیالي وو، هره میاشت څه باندې سل مخالفین له دغه بهیر سره یوځای کیږي.

زموږ تحلیل دا ښيي، چې د هېواد په کچه تاوتریخوالی هم کم شوی دی."


هوګ وایي، تر اوسه د څه باندې پنځه زره مخالفینو له ډلې څخه چې عادي ژوند ته ګرځیدلي یوازې څوارلس تنه یې بیرته له مخالفینو سره یوځای شوي چې دوي یی په اړه تحقیقات پيل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې نړېوالې ټولنې سږکال د نوي پیل پروګرام ته دوه سوه میلیونه ډالره ځانګړي کړي، چې تر اوسه یې ۳۸ میلیونه لګول شوي دي.

ایساف وایي، له همدې پیسو څخه ۱۴۰ میلیونه د هغو سیمو په پراختیایي پروژو لګول کیږي، چې هلته وسله وال مخالفین عادي ژوند ته راګرځي.

د ایساف د نوي پیل د پروګرام مسول وایي، چې په راتلونکو لسو ورځو کې به سولې او عادي ژوند ته د وسله والو مخالفینو د ستنیدو په اړه په کابل کې دوه لویې غونډې هم جوړې شي،بیا هم ډیویډ هوګ:

"د سپتمبر په نولسمه نیټه به د لویې جرګې په خیمه کې یوه ملي کانفرانس جوړ شي چې شااوخوا درې نیم زره افغانان به برخه په کې واخلي.

د سپتمبر په ۲۲ نیټه به یو نړېوال کانفرانس جوړ شي، چې د دیرشو هېوادونو استازي به په کې برخه واخلي.

دوی به په دې خبرې وکړي، چې څنګه په افغانستان کې تل پاتې سوله راشي، دوی به خپلې هغه تجربې سره شریکې کړي چې د نړۍ په کچه یې د جګړو په پای ته رسولو کې لري."


ایساف وایي، وسله وال مخالفین په دې پوه شوي، چې له سولې او وژل کیدو پرته نورې لارې نشته او دوی مجبور دي چې په دغو دوو لارو کې یوه انتخاب کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو راپورونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو له دې وړاندې یې تل داسې راپورونه رد کړي، چې ګوندې دوي دی سولې او عادي ژوند ته ګرځیدلي وي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG