د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۱۱

په وردګو کې ۱۵ تنه وسله وال مړه او ژوبل شوي


د ميدان وردګو دولتي چاراکي وايي، له تېرې دوشنبې را په دې خوا يې د دغه ولايت په مرکز ميدان ښار، سيد اباد او چک ولسواليو کې د تندر په نامه عمليات پيل کړي، چې تر اوسه پورې په کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

په وژلو شويو وسله والو کې دوه تنه پاکستانيان هم شامل دي.

چارواکي وايي، په دې سربېره يې تر اوسه پورې په دغو عملياتو کې درې تنه وسله وال طالبان ژوندي هم ګوتو ته ورغلي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد وايي، چې په دغو عملياتو کې له ملي پوځ سره بهرنيو سرتېرو هم برخه اخيستې ده.

دی وايي، کورنيو او بهرنيو سرتېرو دغه عمليات له ميدان ورګو څخه د کابل کندهار او کابل باميانو د لويو لارو د خوندي کولو په موخه پيل کړي دي.

د ده په خبره عمليات به تر هغو روان وي، چې دغه لويي لارې له وسله والو څخه نه وي پاکې شوې:

"عمليات افغان او بهرنيو سرتېرو په ګډه پيل کړي دي، چې تر اوسه پورې د چک ولسوالۍ په امبوخاک سيمه کې د دغو عملياتو پر مهال د دوو پاکستانيآنو په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور نيولي شوي دي.

په دې سربېره د ګډو ځواکونو له خوا د سيداباد ولسوالۍ د ډاک بغرۍ او سيسۍ په سيمو کې هم د تندر په نوم په پيل شويو عملياتو کې درې تنه وسلوال طالبان له وسلو سره نيول شوي، چې دا مهال له افغان ځواکونو سره دي."

دی زياتوي، چې په ميدان ښار کې هم د دغو عملياتو پر مهال د طالبانو او حزب اسلامي دوه تنه جنګيالي وژل شوي او درې تنه يې ټپيان شوي وو .

دی وايي، په دې سربېره د وسله والو طالبانو د جنګي قومندان زلمي په کور هم عمليات شوي دي، چې په پايله کې يې يو نيم سل کړۍ ماينونه او څلوره سوه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي د امنيتي سرتېرو لاس ته ورغلي دي.

چارواکي وايي، قومندان زلمي به د کابل کندهار پر لويه لاره خلک له موټرو کښته کول او وژل به يې .

څو ورځې وړاندې هم وسله والو د ميدانښار ته څېرمه د ميدان باميانو پر لاره پېنځه تنه عام وګړي له موټره کښته کړي او وژلي يې وو .
XS
SM
MD
LG