د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

د طالبانو پر ضد د ملګرو ملتونو نوي بندیزونه


د ملګرو ملتونو د څارنې یوې ډلې ویلي، چې د طالبانو پر ضد د دغه سازمان د بندیزونو نوې رژیم، که څه هم د دې ډلې مشران رامخکې کیدو ته هڅولي، خو لا هم له افغان حکومت سره د خبرو د پیل په وړاندې زیات خنډونه موجود دي.

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس لیکي، دې ډلې، چې په طالبانو د لګول شویو بندیزونو د اغیزو څارنه کوي؛ خپل رپورټ د سې شنبې په ورځ امنیت شورا ته وړاندې کړ.

په طالبانو د بندیزونو نوي رژیم، چې د تیر کال په جون کې د القاعده او طالبانو د لسټ له جلا کیدو وروسته لګیدلې، د شتمنیو له کنګلیدو او په سفرونو له بندیزونو څخه د معافیت زمینه برابروي.

په رپورټ کې ویل شوي، چې ژر وروسته له هغې، چې امنیت شورا په القاعده او طالبانو بندیزونه جلا کړل، طالبانو په خبرو کې د شاملیدو لپاره خپله پریکړه اعلان کړه.

افغان حکومت او طالبانو دواړو د پخلاینې لپاره خپل شرایط وړاندې کړي دي، د حکومت په شرایطو کې د تاوتریخوالي پای ته رسول، له القاعده سره اړیکې شلول او د اساسي قانون منل شامل دي.

دا تقریبا هغه شرایط دي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له تور لسټ څخه د طالبانو د ځینو غړو د نومونو د لېرې کولو لپاره وړاندې کړي وو.

په رپورټ کې ویل شوي، چې د سولې لپاره د طالبانو له شرایطو، چې په کې د بهرنیو ځواکونو وتل، د بندیانو خوشې کول او له تور لسټ څخه د دوی د نومونو ایستل شامل دي، دا ښیي، چې بندیزونو کار کړې دې.

په رپورټ کې په افغانستان کې د سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت په برخه کې هم ځینو ستونزو ته اشاره شوې، خو ویل شوي، چې د څارنې ډله په دې اړه هیڅ راز شک نه لري، چې دا نوې رژیم دې هدف ته د رسیدو لپاره د لارې د هوارولو په برخه کې مرسته وکړي.

امنیت شورا ته په وړاندې شوې رپورت کې ویل شوي، که دا بندیزونه په موثره توګه پلي شي، نو اغیزې به یی لا زیاتې وي.

طالبان د پنځو کلونو لپاره په افغانستان واکمن ول او د ۲۰۰۱ میلادي کال په وروستیو کې د امریکا په مشرۍ له واکه لرې کړای شول، چې له هغې راهیسې د ولسمشر کرزي د حکومت پر ضد جنګیږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۱۹۹۹ میلادي کال کې په طالبانو د دې لپاره بندیز ولګوو، چې امریکا او یا کوم درېیم هېواد ته د محاکمې لپاره د اسامه بن لادن له سپارلو ډډه وکړه.

په اسامه بن لادن په ۱۹۹۸ میلادي کال کې په کینیا او تانزانیا کې د امریکا په سفارت د بمي حملو په تړاو د ترورزم تور پورې شوې وو.
XS
SM
MD
LG