د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۳۱

"افغان چارواکي دې، خلک د ټاکنو په اړه نه بې باوره کوي"


د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرایوي رئیس جانداد سپین غر
وروسته تر هغه، چې د ولسمشر حامد کرزي لومړي مرستیال د راتلوونکو انتخاباتو په اړه اندېښنه وښوله، په افغانستان کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ دغه ډول څرګندونې سمې نه بولي او وایی، چې له دې سره د خلکو باور زیانمنیږي.

د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرایوي رئیس جانداد سپین غر ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال دغه خبرې تر وخت مخکې دي.

ښاغلی سپین غر وايي، حکومت باید د دغو خبرو پر ځای د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره جدي کار وکړي او ښه او ډاډ منه فضا ورته رامنځ ته کړي:

“یونیم کال انتخاباتو ته پاته دی، که دولت دغه ډول څرګندونې کوي، دا د خلکو باور پر دې کموي، چې ګواکې حکومت د انتخاباتو اراده نه لري.

که چېرې دولت اول خپل ګامونه واخلي، امنیتي پلانونه وړاندې کړي او پر هغو د نړېوالې ټولنې مرستې وغواړي، نو بیا که دغه ټولې لارې دولت په کار اچولي وي، نتیجه ورنه کړي او انتخاباتو ته ډیر نژدې یو دغه خبرې بیا هغه وخت منطقي دي.”


د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم د رواني سپتمبر میاشتې پر 8مه ویلي وه، که نړېواله ټولنه د افغان امنیتي ځواکونو، روزنې او سمبالولو ته پام ونه کړي، نو د ولسمشرۍ د راتلوونکو ښو انتخاباتو هیله هم نه شي کېدای.

د سیاسي چارو افغان پوهان هم د ښاغلي فهیم پر دغو خبرو انتقادونه وکړل او وايي، چې د انتخاباتو لپاره د امنیت ټینګول د افغان حکومت مسئولیت دی.

د دغو څېړونکو له ډلې ډاکتر توپان وزیري ازادۍ راډیو ته وویل، چې د حکومتي چارواکو دغه ډول څرګندونې افغانان پر راتلوونکو انتخاباتو بې باوره کوي:

“اصلاٌ د دوي مسئولیت دا نه دی، چې ووایي امنیت نشته او که نړېواله ټولنه همکاري ونه کړي، نو انتخابات نه شي کېدای، د دوی مسئولیت د حکومت په صفت دا دی، چې د راتلوونکو ښو له اساسي قانون سره د سمو انتخاباتو لپاره زمینه برابره کړي، د ښاغلي فهیم خبرو افغانان بې باوره کړي او دغه خبرې یې غیر مسئولانه دي.”

د ښاغلي وزیري تر څنګ نور کارپوهان او د انتخاباتو څارونکي وايي، چې افغان حکومت دې د راتلوونکو انتخاباتو لپاره پر خپلو پلانونو په جدي توګه کار وکړي او په دې برخه کې دې پرتې ستونزې هوارې کړي.

دوي هم د راتلوونکو ښو او له اساسي قانون سره د برابرو انتخاباتو لپاره ښه امنیت لازمې بولي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسئولین وايي، چې د راتلوونکو انتخاباتو لپاره یې کوښښونه ډیر کړي، خو دوي په دې اړه امنیتي ستونزې لوی خنډ بولي.

د دې کمېسیون ویاند نورمحمد نور هم له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې پر افغان حکومت او نړېوالې ټولنې ږغ وکړ، چې د راتلوونکو انتخاباتو لپاره ښه چاپیریال برابر کړي:

“موږ ستاسو د راډیو له لارې، چې په ټول افغانستان او نړۍ کې اورېدل کیږي، پر حکومت او نړیوالې ټولې دا ږغ کوو، چې د راتلوونکو انتخاباتو د تضمین په خاطر ښه چاپیریال برابر کړي او دغه وخت چې انتخاباتو ته پاته دی، امنیت ټینګ کړي.”

تر دې پخوا په افغانستان کې سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او نورو اړخونو له افغان حکومته غوښتي وه، چې د ولسمشرۍ د راتلوونکو انتخاباتو لپاره زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ راتلوونکو انتخاباتوته څه باندې یو نیم کال پاته دی؛ خو له افغانستان سربیره په نړېواله سطح هم داسې اندیښنې شته چې په دې هېواد کې نا امنۍ ډیرې دي او ښایي دا انتخابات له ستونزو او خنډونو سره مخامخ شي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG