د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۲۰

کراچۍ کې د اور لګیدنې له امله له سلو زیات کسان مړه دي


تېره شپه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د جامو په یوې فابریکې کې د اورلګیدنې له امله له سلو زیات کسان مړه او له دیرشو زیات ټپیان شوي دي.

د کراچۍ د ملکي روغتون رئیس طارق ایوب وایي، دیرش مړي داسې سوځیدلي، چې پیژندنه یي ګرانه ده.

یو عیني شاهد محمد اسحق په دې اړه وایي:

“ما په اور کې بند پاته کسان ولیدل. د اور لمبې په زیاتېدو وې او خلک له پورته پوړ نه لاندي راغورځیدل. راټولو شویو خلکو هڅه کوله چې مرسته وکړي. دوی زینې کیښودې. ځیني کسان په زینو راښکته شول خو نور راوغورځیدل”.

په دې فابریکې کې شاوخوا ۴۵۰ کسانو کار کاوه او د اورلګیدو په مهال زیات کسان د تړلو دروازو تر شا بند پاته شوې وو او د لوګیو له امله مړه شوي دي.

د سه شنبې په سهار په لاهور ښار کې د بوټانو جوړولو په یوې فابریکې کې هم اورلګیدلی و او لږ تر لږه ۲۳ کسان په کې وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG