د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

د وژل شوېو امریکایانو په یاد د یوې دقیقې چوپتیا


د وژل شوېو امریکایانو په یاد د یوې دقیقې چوپتیا
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

په سلونو امریکایان د سې شنبې په ورځ په نیویارک ښار کې د نړیوالې سوداګرۍ ځای، د امریکا دفاع وزارت او د پنسلوانیا ایالت شانکسویل سېمې ته راټول شوې وو او د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ مې تروریستې حملو د شاوخوا درې زرو کسانو د وژنې یاد یي تازه کړ. جمهور رئیس بارک اوباما او میرمن یي میشیل اوباما په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ په چمن کې د وژل شویو په یاد د یوې دقیقې لپاره چپ شول، اوباما وویل: “زموږ هېواد امن دی او خلک مو ټینګ او ژمن دی”. جمهور رئیس اوباما وروسته وویل، د سپتمیر یوولسمه داسې ورځ وه، چې په موږ باندې غم په کرغیړنو څپو کې راښکته شوی و. د نیویارک ښار په کوز منهاتن د نړېوالې سوداګرۍ په مرکز کې د سپیتمبر د ۱۱ مې د قربانیانو نومونه ولوستل شول. په سېمه اېز وخت ۸ بجو او ۴۶ دقیقو خلک د یوې دقیقې لپاره چپ شول. په ۲۰۰۱ کال په همدې وخت د تروریستانو له خوا د تښتول شویو څلورو الوتکو یوه یي د نړېوالې سوداګرۍ په شمالي ټاور لګیدلې وه.

XS
SM
MD
LG