د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

"د پاکستان استخباراتې اداره، امریکا خپل سخت دښمن بولي "


ډاکټر شکیل اپریدي
ډاکټر شکیل اپریدي
ډاکټر شکیل اپریدي د امریکا فاکس نیوز تلویزیون سره مرکې کې ویلي، د پاکستان د استخباراتې ادارې اي ایس اي مامورینو یا تحقیق کوونکو سخت شکنجه کړی دی.

دا ادره په ښکاره ډول له امریکا سره دښمنې لري او وایي، امریکایان ان له هندیانو نه هم د دوي سخت دښمنان دي.

ډاکټر شکیل اپریدي په مرکې کې ویلي، د امریکا متحده ایالات د پاکستان ستر ملاتړی هېواد دی، په پوځي او ټولنیزو برخو کې یي په میلیاردونو ډالر اسلام اباد ته ورکړي، خو پاکستاني چارواکې راته وایي، امریکایان د دوي سخت دښمنان دي او تا زموږ له دښمنانو سره مرسته کړې ده.

ډاکټر اپریدي فاکس نیوز ته په مرکې کې ویلي، په لومړي سر کې یي د تحقیقاتو لپاره د اسلام اباد په اب پاره سېمه کې د اي ایس اي مرکز ته یوړ او د تحقیقاتو په جریان کې یي د سګرټو او برښنا د ټکانونو په واسطه شکنجه کړ.

ډاکټر اپریدی وایي، د اي ایس اي افسرانو به راته ویل، چې تا د اسامه بن لادن د ځای معلومولو په کار کې له امریکایانو سره مرسته کړې او حملې به یي راباندې کولې.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پښتونخوا ایالت د محابسو وزیر میا نثار ګل کاکا خیل مشال راډیو سره په ټيلفونې مرکې کې ویلي، د ډاکټر اپریدي له مدافع وکیلانو او د کورنۍ له نږدې کسانو پرته نور څوک له هغه سره د کتویا خبرو اجازه نه لري، د اپریدي مدافع وکیل سمیع الله هم د کاکا خیل خبره تائیدوي.

د پاکستان د شرق ورځپاڼې خبریال عارف یوسفزی وایي، د یوه مدافع وکیل له لارې یي ډاکټر اپریدي ته پوښتنې ورکړې وې او وروسته یي ځوابونه تر لاسه کړې وو.

ډاکټر شکیل اپریدی په دې تور چې له امریکایانو سره یي د بن لادن د ځای معلومولو په کار کې مرسته کړې د پیښور په سنټرجیل کې بندې دی.

د امریکا خاصو ځواکونو د ۲۰۱۱ کال د مې په دوهمه نیټه د القاعده شبکې مشر اسلام اباد ته نږدې په ایبټ اباد کې په یوه کور کې وواژه.

فاکس نیوز وایي، د پاکستان استخباراتي ادارې اي ایس اي تېره اوونۍ د ډاکټر اپریدي قضیه د روانې میاشتې تر پایه وځنډوله او د مدافع وکیلانو په وینا، دا د اي ایس ای یو چل یا تاکتیک دی. پدي معنی ، هر څومره چې د نوموړي قضیه اوږدیږي په هماغه اندازه د اپریدي د کورنۍ ستونزې زیاتیږي او له اقتصادي پلوه هم ورته پوره تاوان رسیږي.

له فاکس نیوز سره مرکې کی ډاکټر اپریدي ویلي. له کومه وخته چې دی نیول شوی، تر اوسه ورته د وکیلانو د لګښتونو، د ژوندانه د مصرف او د عایدو له پلوه یو لک او شپیته زره امریکایي ډالر تاوان رسیدلی دی.

ډاکټر اپریدي له متحده ایالاتو څخه د عاجلې مرستې غوښتنه کړې او زیاتوي، د بند په جریان کي یي بانکې حساب د اي ایس اي له خوا لوټ شوی او دا مهال دی دیوالیه شوي دی.

فاکس نیوز وایي، داکټر اپریدي په کال کی په میلونونو کلداري عاید درلود، د خپلې کورنۍ او ورور نفقه یي برابروله، خو دا مهال هیڅ ندي ورپاته.
XS
SM
MD
LG