د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

اوباما: زموږ هېواد تر پخوا امن دی او خلک مو قوي او ژمن دي


امریکایانو د سې شنبې په ورځ، د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ می د حملو یاد په یوې لمریزې ورځ، چې د هماغه کال د سپتمبر د ۱۱ مي په څېر په کې د لمر وړانګې په ځلا وې او شاوخوا درې زره کسان په کې وژل شوي وو، تازه کړ.

دا حملې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ناوړه حملې بلل شوي دي. د سې شنبې د ورځې مراسم د تېرو کلونو په نسبت ارام او ساړه وو او داسې بریښې، چې امریکایان د لسو کلونو یادښت وروسته، پر مخ روان دي.

په سلونو کسان په نیویارک کې د نړېوالې سوداګرۍ مرکز ته او دغه راز په واشنګټن کې پنټاګون او د پنسلوانیا ایالات شانکسویل ته راټول شوي وو او د سپتمبر د ۱۱ می تروریستې حملو د قرباینانو نومونه یي ولوستل.

جمهور رئیس بارک اوباما د سپینې ماڼۍ په مراسمو کې وویل:

“زموږ هېواد تر پخوا امن دی او خلک مو قوي او ژمن دي”.

جمهور رئیس او میرمن یي میشیل اوباما په واشنګټن کې په دفاع وزارت یا پنټاګون کې په هغه کانکریټې یا ځای باندې د ګلو ګیډۍ کیښوده، چې ورباندې لیکل شوي: ۲۰۰۱ کال سپتمبر ۱۱مه د سهار ۹ بجې او ۳۷ دقیقي.

جمهور رئیس اوباما او میرمن یي وروسته په ارلنګټن ملي هدېرې کې د افغانستان او عراق په جګړو کې د وژل شویو عسکرو قبرونه هم وکتل.

څو کاله مخکې لا په دې جګړو کې د وژل شویو امریکایانو شمېر د سپتمبر د ۱۱ مې تروریستي حملو له وژل شویو زیات شوی وو.

یو شمېر امریکایان داسي انګېرې، چې تېر کال یعنې د سپتمبر د ۱۱ مي حملو لسمه کالیزه د عامو خلکو لپاره د ماتم د عطف یا راګرځیدنې نقطه وه.

دا لومړی ځل و، چې امریکایي چارواکو د نیویارک په مراسمو کې ویناوې ونه کړي.

یوه کونډه جین پولیچینو، چې خاوند یي د سپتمبر د ۱۱ می حملو کې وژل شوی و، وایي، سږ کال زه د راحت احساس کوم. دا بله کلیزه ده او موږ باید په آرام ډول د یادښت مراسم پر ځای کړو.

په نورو کلونو کې به د نیویارک په مراسمو کې په زرونو کسانو ګډون کاوه، خو سږکال په دې مراسمو کې شاوخوا زرو کسانو ګډون کړی و.

د سپتمبر د ۱۱ مي تروریستې حملو وروسته د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د تروریزم پر ضد جګړه اعلان کړه او د القاعده شبکې د ټکولو لپاره یي افغانستان ته عسکر واستول.

په افغانستان کې تر اوسه شاوخوا دوه زره امریکایي عسکر وژل شوې او دغه راز د عراق په جګړې کې هم ۴۴۷۵ امریکایي عسکر وژل شوي دي.

د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ناتو ځواکونو په مرکز کې د سپتمبر د ۱۱ مې یاد غونډه جوړه شوې وه او په افغانستان کې له ۳۰۰۰ څخه د زیاتو ایتلافي عسکرو د قرباینو درناوی هم پر ځای شو.

په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن عسکرو او ګډونوالو ته وویل:

“له هغې ورځې څخه ۱۱ کاله تېریږي، په دې کې هیڅ شک نشته چې دې ورځې ته زموږ تعهد چې هماغه ورځ زموږ په روح کې ګډ شوی و، هماغسې قوي او نه ماتېدونکی دی”.

دا چې امریکا به د ترورزیم پر ضد روانه جګړه تر کومه او څنګه پر مخ بوزې؟ د سیاسي چارو کار پوه او د امریکا د راند پوهنتون څیړونکی احمد ادریس رحمانې په دې اړه وایي:

“دا چې امریکایان وایي، په دې جګړې کې به بریالې شي، خپل نظر یي نه دی بدل کړی. خو دا ستراتېژې چې دوي له زیات شمېر عسکرو سره د جبهې د جګړې لپاره راغلې، فکر کوي چې دا ستراتیژې ورته ګرانه تمامیږي او زیاته اغیزناکه هم نده.

په خاص ډول په داسې حال کې، چې د امریکا په داخل کې د افغانستان له ماموریت سره د خلکو لیوالیتا کمه شوې، دوي مجبور دي چې په ستراتیژۍ له سره کتنه وکړي او داسې یوه ستراتیژي غوره کړي چې ممکن لګښت یي کم وي او د امریکایانو توجه هم زیاته جلب نه کړي.”


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د سپتمبر د ۱۱ مې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړې او په یوې برخې کې یي راغلي:

“دا د سپتمبر د ۱۱ می حملې وې، چې د نړېوالو پوځي مداخله یي افغانستان ته راوړه. افغانان چې په وطن کې د نړېوالو تروریستانو له شخړو، ظلمونو، وینو توئیدو او جګړو څخه سخت ستړې وو، په خپل ویاړلې تاریخ کې یي د لومړي ځل لپاره بهرنیو ځواکونو ته په ورین تندي ښه راغلاست ووایه. خو د تروریزم پرضد جګړه لکه څنګه چې اعلان شوې وه هسې پر مخ نه ولاړه.

د تروریزم اصلي منابع ، د روزنې او ملاتړ مرکزونه چې دافغانستان له پولې بهر دي په بشپړ ډول له پامه غورځیدلې او چاره یي نده شوې. ددي پرځاي د افغانستان کلې او بانډې یو ځل بیا د بي رحمانه جګړې ډګرونه شول او خلکو ته یي جبران نه کیدونکي بشري او مالي زیانونه ورسول.
XS
SM
MD
LG