د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

"ننګرهار ته دې د پاکستاني ورځپاڼو د راوړلو مخه ونیول شي"


د ننګرهار یو شمېر اوسیدونکي له دولته غواړي، چې جلال اباد ته د پاکستانیو ورځپاڼو د راوړلو مخه ونیسي.

دوي وايي، هره ورځ سهار وختي د پاکستان د مشرق، وحدت، شهادت، جرګه او یو شمېر نورې ورځپاڼې د جلال اباد ښار ته راځي.

د ښاریانو په خبره په دغو ورځپاڼو کې د افغانستان د ملي ګټو پر ضد خپرونې کیږي:

"خالد عمر: موږ په دې حیران يو، چې دولت ولې دې ورځپاڼو مخه نه نیسي، خو فکر کوم، چې دولت خپله په دې کې لاس لري، زما په یاد دي درې کاله وړاندې ولسمشر خپله د وحدت ورځپاڼه وستایله او مېډال يي ورته ورکړ، اوس ځينې خپرونې په افغانستان کې خپریږي، چې هغه د افغانستان کلتور خلاف دي.

شهيد: زه له ورځپاڼو سره ډيره مینه لرم، خو له بده مرغه په ننګرهار کې داسې کومه ورځپاڼه نشته، چې مطالعه يي کړم دغه یو شمېر ورځپانې له پاکستانه راځي، خو په هغې کې ډير داسې څه لیکل کیږي، چې د افغانستان په ضد وي، زما غوښتنه دا ده، چې دغه ورځپاڼې باید بندې شي."


ویل کیږي، چې دغه ورځپاڼې د دوکاندارانو سربیره د ننګرهار یو شمېر دولتي ادارو ته هم ویشل کیږي.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان د پارلمان په سنا مجلس کې هم دغه موضوع یاده شوه.

یو شمېر سناتورانو پر دغو ورځپاڼو نیوکه کوله، چې خپرونې يې د پاکستان په ګټه او د افغانستان پر تاوان دي.

د ننګرهار د اطلاعات او کلتور ریاست چارواکې هم دا خبره کوي، چې په دغو ورځپاڼو کې کله ناکله داسې یو څه خپریږي، چې هغه د افغانستان د ملي ګټو پرضد وي.

د دې ریاست رييس اورنګ صمیم وايي، دوی ته لا روښانه نه ده، چې د پاکستان کومې ورځپانې د افغانستان د اطلاعات او کلتور په وزارت کې ثبت دي.

نوموړی وايي، په همدې خاطر يې وزارت ته د دغو ورځپاڼو لیست استولی، ترڅو هغوي معلومې کړي، چې کومې ورځپاڼې په وزارت کې ثبت دي.

د اورنګ صمیم په خبره کله، چې مرکز دوي ته د ثبت کړو ورځپاڼو لست روښانه کړ، نو له هغه وروسته به د هغو ورځپاڼو مخه ونيسي، چې له دوي سره نه دي ثبت:

"له پاکستانه یو شمېر ورځپانې دلته ننګرهار ته راځي او بیا له دې ځایه کابل او نورو ولایتونو ته ځي، موږ مخکې هم وزارت ته په دې اړه ويلي وو، چې موږ ته معلومات راکړي، چې په دې کې کومې ورځپاڼې د خپریدو قانوني حق لري، خو تر اوسه موږ ته جواب نه دی راغلی، هر کله، چې موږ ته وزارت هدایت وکړ بیا به د ولایتي ادارې سره په همغږی د دغو ورځپاڼو پر وړاندې اقدام وکړو."

بل لور په جلال اباد کې د پاکستانیو ورځپاڼو د رالیږد نماینده ګي وايي، چې دوي د اطلاعات او کلتور وزارت نه د ورځپاڼو د راوړلو جواز لري:

"زما نوم عزیز ګل دلته د وحدت،اج، جرګه او سپورت مجله ده، هره ورځ سهار وختي له پاکستانه دلته جلال اباد ته راوړو، زموږ رسمي نمایندګي ده، خپله د اطلاعات او کلتور له وزارت نه مو جواز اخیستی. سهار وختي هغوي يي تر تورخم پورې راوړي بیا له تورخم نه يي موږ راوړو."

خو کارپوهان بيا په دې باور دي، چې افغان دولت باید هغو ورځپاڼو ته، چې د افغانستان د ملي ګټو پر ضد خپرونې کوي، د راوړلو جواز ورنکړي.

دوي وايي، دا د دې مانا لري، چې افغان دولت په خپله د ملي ګټو پر ضد د خپرونو زمینه برابروي.

نه یوازې بهرنۍ ورځپانې دي، چې د نورو هېوادونو د ګټې په موخه کار کوي، بلکې یو شمېر نورې سینمايي خپرونې او ډرامې هم دي، چې د کارپوهانو په خبره افغاني کلتور ته ستره ضربه ده.

اوس مهال زموږ د شخصي انځوریزو رسنیو ډيره برخه دغو سینمايي خپرونو او ډرامو بوخته کړې ده.


راپور: شاه محمود شینواری، ننګرهار
XS
SM
MD
LG