د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

"افغان میرمنې دې د حکومت په بېلابېلو برخو کې ونډه ولري"


په داسې حال کې چې افغان میرمنې د خپل راتلونکي وضیعت په اړه بېلابیلې اندیښنې لري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځآنګړی استازی وایي؛ چې دوی به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم د ښځو د حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځآنګړي استازي یان کوبیش د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ښځو له یو شمیر فعالانو سره په یوه ګډه غونډه کې وویل؛ چې افغان حکومت باید میرمنو ته د سولې په روان بهیر او سیاسي جوړښت کې زیاته ونډه ورکړي.

کوبیش وایي؛ دی د ښځو په برخه کې د افغانانو سنتي او عنعنوي حقونو ته درناوي لري خو وایي؛ چې میرمنو ته باید د دې اجازه هم ورکړل شي چې د سیاست او اقتصاد په ډګر کې خپلې وړتیاوې په کار واچوي:

"موږ د افغانانو محلي عنعنو ته درناوی لرو؛ خو په ورته وخت کې غواړو ؛ چې دوی باید میرمنو ته دا موقع ورکړي چې خپل حقوق وکاروي.

میرمنې باید په مدني ټولنو، اقتصاد او ټولنیزو چارو کې پراخه ونډه واخلي.

موږ ډیرې داسې پيښې لرو؛ چې د ښځو فعالانې وژل شوي دي، موږ په دې پيښو ډیر خواشیني یو.

مونږ یوازې د اندیښنو یادونه نه کوو، موږ به هڅه وکړو چې د ښځو د وضیعت د ښه کولو لپاره اوچت ګامونه پورته کړو."


یان کوبیش ټینګار وکړ؛ چې افغان حکومت باید له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون هم په بشپړه توګه عملي کړي.

په افغانستان کې د ښځو یو شمیر فعالانې هم اندیښنه لري؛ چې ورځ تربلې د دوي په وړاندې تاوتریخوالی ډیریږي.

د ښځو یوه فعاله پلوشه حسن وایي؛ چې غیر مسوله وسله وال او محلي پولیس د هېواد په شمالي ولایتونو کې تر ډیره بریده د ښځو حقونه ترپښو لاندې کوي او له خپل واک څخه په ګټې اخیستنی له ښځو سره بد چلند کوي:

"زموږ یوه اندیښنه داده؛ چې ورځ تربلې په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه زیاتیږي، په ځینو ولایتونو کې محلي پولیس له خپل واک څخه په ګټې اخیستنې د ښځو حقوق ترپښو لاندې کوي.

د هېواد په شمال کندز کې مونږ دداسې پیښو شاهدان یو چې هلته محلي پولیسو ښځې تښتولي او یا یې هم جنسي تیري یی پرې کړي دي."


دوی هم له افغان حکومت او د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غواړي چې مسونه کاري فضا ورته رامنځ ته او په سیاسي ډګر کې پراخه ونډه ورکړل شي.

د ښځو فعالانې وایي د جنګ جګړو اغیز ترډیره په ښځو او ماشومانو دی او باید چې د سولې په روانو هڅو کې هم دوی ته برخه ورکول شي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG