د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

دوه افغاني خصوصي تلویزونونه به لويي څارنوالۍ ته ور وپیژندل شي


د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د سبا او ستاره تلویزیونونه له دې امله لویې څارنوالۍ ته ور پيژني؛ چې د رسنیو په سرغړونې د څار او شکایتونو د کمېسیون له خوا اعلان شوي اصول یې په خپلو خپرونو کې په پام کې نه دي نیولي.

د رسنیو د څار او شکایتونو د کمېسیون رئیس وحیدالله غروال د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ څه وخت مخکې دې وزارت په افغانستان کې ټولو تلویزیونونو ته خبرتیا لیږلې وه او په هغه کې یې له دوي څخه غوښتي وه، چې د افغاني ټولني د ارزښتونو خلاف تصویرونه دي نه خپروي.

ښاغلي غروال وویل، چې سبا او ستاره شخصي ټلویزیونونو دغه خبرتیا تر پښو لاندې کړې:

“سبا او ستاره ټلویزیونونو تیره اونۍ او تر هغه مخکې داسې سندرې خپرې کړي او د ځینو فلمونو داسې برخې یې خپرې کړي، چې له لویه سره د افغاني ټولنې له ارزښتونو او اخلاقو سره په ټکر کې وه.

نو د رایو په اکثریت د دې کمېسیون نظر داسې دی، چې سبا او ستاره ټلویزیونونه د ناوړه تصویرونو خپرولو له امله لوی څارنوالۍ ته ور وپیژني.”


خو د سبا په نوم د شخصي ټلویزیون مسئولین دغه خبرې ردوي او وايي، که چيرې له دې ټلویزیون څخه د غیرې اخلاقي تصویرونو خپرول ثابت نه شوه، نو باید د اطلاعاتو او کلتور وزارت له دوي څخه بخښنه وغواړي.

بل خوا د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو ټولنه وايي، حکومت په دې وروستیو کې هڅه پیل کړې، چې په رسنیو خپل کنترول زیات کړي.

د دې ټولنې مشر خپلواک صافي ازادي راډیو ته وویل، د حکومت هغه غوښتنې، چې د رسنیو تر قانون دباندې وي نه شي پوره کېدای.

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو په سرغړونو د څار او شکایتونو کمېسیون وايي، د هغو تصویرونو د خپرولو مخنیوی، چې له اسلام او د افغاني ټولني د ارزښتونو سره په ټکر کې وي د بیان د ازادۍ مخنیوی نه دی.

دا لومړی وار نه دی، چې په افغانستان کې تلویزیونونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چارواکو له انتقاد سره مخ کیږي.

تر دې پخوا هم دغه وزارت د خبرپاڼو له لارې په وار وار کوښښ کړی، چې د ځینو ټلویزیونونو د یو شمېر خپرونو مخنیوی وکړي، خو دغه کوښښونه بې نتیجې بلل شوي.

د راپورونو له مخې اوس مهال په افغانستان کې تر 30 ډیر شخصي ټلویزیونونه خپروني کوي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG