د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

بګرام زندان افغان حکومت ته وسپارل شو


له ډیرو بحثونو، مخالفتونو او ناندریو وروسته با الآخره د بګرام زندان چارې له امریکایي ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوې.

په دې اړه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د بګرام زندان ته نږدې د دوشنبې په جوړو شوو مراسمو کې افغان چارواکو ډاډ څرګند کړ؛ چې افغان امنیتي ځواکونه د دې زندان د ساتلو پوره توان لري.

د دفاع وزارت سرپرست عنایت الله نظري وویل؛ چې د بګرام زندان د ساتلو لپاره ځانګړي ځواکونه روزل شوي او دوي په دې برخه کې هیڅ ډول اندیښنه نه لري:

"د زندان او بندیانو د ساتنې او له بندیانو سره د ښه چلند په برخه کې زموږ امنیتي ځواکونه ښه روزل شوي؛ چې له نیکه مرغه نن د دوی وړتیا وینو؛ چې تیار دي په خپلواکه توګه د زندانونو د ساتلو مسوولیت له بهرنیو ځواکونو څخه ترلاسه کړي."

د بګرام په زندان کې درې زره دوه اتیا تنه بندیان د امریکایي ځواکونو له خوا افغان حکومت ته وسپارل شول؛ دغه راز له دې زندان څخه شپاړلس تنه؛ چې څو میاشتې یې په بند کې تیرې کړي وې هم خوشې شول.

د بګرام زندان مسوولیتونه د افغانستان او امریکا ترمنځ د پخوانۍ موافقې پر اساس؛ چې له اوس نه شپږ میاشتې مخکې د دواړ خواوو ترمنځ شوې وه؛ افغانستان ته سپارل کیږي، په دې زندان کې وسله وال مخالفان او یا هم له وسله والو طالبانو سره د ملاتړ او همکارۍ په تور نیول شوي کسان ساتل کیږي.

د بګرام زندان د ساتلو یوه امریکایي مسوول ډګروال کره دش په دې مراسمو کې وویل؛ چې دوی ډیر خوښ دي؛ چې دا زندان د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې موافقې له مخې افغان حکومت ته سپارل کیږي:

"شپږ میاشتې مخکې مو پر یوه سند توافق وکړ؛ نن په څرګنده وایم؛ چې د دې سند موارد بشپړیږي.

څه باندې درې زره افغان بندیان مو تسلیم کړل، چې ستاسو له خوا به ساتل کیږي.

موږ ډاډ تر لاسه کړی؛ هغه کسان چې د افغانستان او ایتلافي ځواکونو پرضد ګواښ بلل کیدل بیا به د جګړې ډګر ته بیرته ونه ګرځي."

افغان حکومت د بګرام زندان د مسوولیت ترلاسه کول د افغانستان د ملي حاکمیت مساله بللې او ټینګار یې کړی وو؛ چې په هر حال کې او هرو مرو به د دې زندان مسوولیتونه افغان امنیتي ځواکونه ترلاسه کړي.

په عین حال کې شپږ سوه بندیان، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ له شوې موافقې وروسته نیول شوي لا هم له امریکایي ځواکونه سره دي، د دفاع وزارت د پوځي پولیسو قومندان جنرال غلام فاروق بارکزي په دې اړه وویل، چې دا بندیان به هم په نږدې راتلونکې کې دوي ته وسپارل شي:

"کوم بندیان؛ چې د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا له موافقې نه وروسته نیول شوي، له دې وروسته موږ ته سپارل کیږي.

موږ به له هغوي سره د نړېوالو پروتوکولونو او د خپل هېواد له نافذو قوانینو سره سم چلند او په همدې اساس به د هغوي په برخه کې اجرات وکړو."

د بګرام په زندان کې له شپږ سوو افغان بندیانو سربیره دا مهال پنځوس تنه بهرني اتباع هم د امریکایی ځواکونو له خوا ساتل کیږي.

د بشري حقونو سازمانونه هم له امریکایی ځواکونو څخه افغان حکومت ته د بګرام زندان د سپارلو هرکلۍ کوي او وایي؛ چې له دې سره د افغانستان قوانینو او د دې هېواد ملي حاکمیت ته درناوی وشو.

د افغانستان د بشر د حقوقو او چاپیریال ساتنې د سازمان مشر عبدالرحمان هوتکي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې باید پاتې شپږ سوه بندیان هم افغان حکومت ته وسپارل شي.

ده افغان حکومت ته سپارښتنه وکړه؛ چې باید په زندانونو کې له هره پلوه وضعیت ښه کړي، د بندیانو دوسیو ته رسیدګي وشي، له قوانینو خبر کسان د زندانونو د ساتونکو په توګه وګماري او بندیان د بند مودې له پوره کیدو سره سم بیرته ازاد شي.
XS
SM
MD
LG