د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

ایساف په افغانستان کې له خپلو لاسته راوړنو راضي دي


ایساف ځواکونه په دې باور دي، چې په تیرو یولسو کلونو کې د امریکا او نړیوالې ټولنې موجودیت په افغانستان کې ګټور وو او د دوی په مرسته افغانانو ته ډیرې اسانتیاوې رامنځ ته شوي.

په کابل کې د ایساف ویاند "ګوینټر کټز" د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ چې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو سپارل، ښونځیو ته د نجونو او ماشومانو تګ روغتیایي او د ژوند نورو اسانتیاو ته لاس رسی؛ هغه لویې لاسته راوړنې دي، چې نړیواله ټولنه یې په تیرو یولسو کلونو کې په افغانستان کې لري.

"موږ کولای شو په هغو بریاوو اولاسته راوړنو کاملاً راضي و اوسو؛ چې تراوسه یې په افغانستان کې لرو.

نن موږ د امنیتي مسوولیت سپارلو په منځني پړاو کې یو، له دې سره د افغانستان د شااوخوا پنځه اویا فیصده اوسیدونکو امنیت افغانانو ته سپارل شوی.

موږ په ښه بریالیتوب وسله وال مخالفین ترفشار لاندې راوستلي او دغه کمپاین مو دوام لري.

موږ دامهال اته میلیونه نجونې او هلکان لرو، چې ښونځیو ته ځي، دوی د دې ازادي لري، چې زده کړې وکړي.

د دغې ازادي په اړه په ځانګړې توګه د نجونو په برخه کې یوولس کاله مخکې هیڅ فکر نه کېده."


له نن نه یولس کاله مخکې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې نیټې له حملې وروسته امریکا او نړیواله ټولنه په دې مقصد افغانستان ته راغله؛ چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ریښې له منځه یوسي.

دوی غوښتل په افغانستان کې امنیت ټینګ او د القاعده شبکې په ګډون چې دوی یې د سپټمبر د یوولسمې حملې عامل بولي ځینې نورې ترهګرې ډلې هم له منځه یوسي.

خو کارپوهان وایي، چې د امریکا او نړیوالې ټولنې موجودیت د افغانستان په امنیت کې لکه چې دوی ادعا کوي ګټور نه دی تمام شوی.

امنیتي کارپوه او دکورنیو چارو پخواني وزیر فقیر محمد فقیر ازادي راډیو ته وویل؛ چې د نړیوالې ټولنې په موجودیت کې د افغانستان امنیتي ځواکونه هم لکه څنګه یې چې ژمنه شوې وه په پښو ونه درول شول.

"دا چې ایساف ادعا کوي، چې موږ ډیر کارونه ترسره کړي دي، کارونه شوي دي، اما لکه څنګه چې د افغانستان خلکو توقع درلوده او په کوم قوت سره چې دوی موجودیت درلود هیڅ هم نه دي شوي.

اما ډیر افغانان په دې باور نه لري، چې زموږ خپل امنیتي ځواکونه ډیر کم وخت هم مقاومت وکړای شي، د افغانستان د خلکو غوښتنې یې په سلو کې پنځه اویا دوه هم نه دي پوره کړي."


ځینې نورکارپوهان ویره څرګندوي، چې ممکن د نړیوالې ټولنې له وتو وروسته افغان امنیتي ځواکونه کمزوي او د هیواد کنټرول بیرته وسله وال طالبان په لاس کې واخلي.

خو د دغو اندیښنو په وړاندې تل افغان او بهرنیو چارواکو ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي؛ چې افغان ځواکونه د دې وړتیا لري، چې په یوازې سر د ټول هیواد امنیت کنټرول کړي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG