د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

ژورنالستان د افغان دولت له کړنو سر ټکوي


په کابل کې ژورنالستان شکایت کوي، چې له مخکینی اجازې پرته دولتي ادارو ته نه پریښودل کیږي او ان د وزارتونو ودانیو ته د ننوتلو اجازه هم نه ورکول کیږي.

دولتي ادارو ته له اجازې پرته نه پریښودل، په خپل وخت مطبوعاتي غونډو ته د چارواکو نه حاضرېدل، وزارتونو ته د تګ په وخت کې د ژورنالیستانو سخته تلاشي، د ځینو چارواکو له خوا د معلوماتو نه ورکول کیدل یو شمېر هغه ستونزې دي، چې په کابل او ولایتونو کې ژورنالستان ورسره لاس او ګریوان دي.

هغوي زیاتوي، چې داسې پېښې رامنځته کیږي که چېرې دولتي او اړوند چارواکي په خپل وخت معلومات ورنه کړي نو هغه زړیږي او په رسنیو باندې د خلکو اعتبار له منځه ځي.

ژورنالستان وايي، کله چې کوم وزارت یا دولتي اداره کې کارپیدا شي نو له مخکنۍ اجازې پرته د وزارت ودانۍ ته د داخلیدو اجازه نه ورکول کیږي.

په افغانستان کې د ژورنالستانو خپلواکې ادارې د افغان حکومت دغه کړنې غندي او ژورنالستانو سره د دولت دا ډول سلوک د افغانستان د اساسي قانون او مطبوعاتو له قانون څخه ښکاره سرغړونه بولي.

د افغانستان د ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې مشر خپلواک ساپی وايي، چې په دولت کې د مطبوعاتو لپاره منظم پلان نشته.

هغه د افغان دولت وسلوالو مخالفین ته ګوته ونیوله او یادونه وکړه، چې په دومره تیت او پرک سیسټم کې بیا هم په خپل وخت د خبریالانو پوښتنې ځوابوي.

په دې اړه مو زیات کوښښ وکړ، چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نظر واخلو ولې هغوي خبر ورکولو ته حاضر نه شول.

افغان حکومت په تیرې څه باندې یوه لیسیزه کې د خپل حکومت د نور مهمو لاس ته راوړنو سره یوه هم د مطبوعاتو ازادي یادوي.

د ژورنالستانو په وینا دغه لاسته راوړنه په لومړي سر کې د پام وړ خو د وخت په تېریدو سره حکومت غواړي په مختلفو طریقو او د نویو قوانینو په وضعه کولو سره دغه لاس ته رواړنه، چې په سیمه کې ساری نه لیدل کيږي تر پښو لاندې کړي.

رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG