د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

لودین: د ماليې وزیر په ګمرکونو کې د ملیاردونو افغانیو له ورکېدو انکار کوي


له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې ریس وایي، چې، د مالیې په وزارت او د مالیې په وزارت پورې اړوند د فساد بیلابیلې دوسیې لري؛ خو په څیړلو کې یې د مالیې وزارت مرسته نه کوي.

عزیزالله لودین وايي، یوازې په حیرتانو او طورخم بندرونو کې د ملیارډونو افغانیو د ورکیدو راپور ورسیدلي دي.


له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې ریيس وايي چې، د افغانستان د مالیې وزیر د حیراتان او تورخم له ګمرکونو څخه د ملیارډونو افغانیو د ورکیدو له موضوع څخه یو مخ انکار کوي.

ډاکتر عزیزالله لودین د یکشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل چې، د تورخم په ګمرک کې 839 میلیون افغانۍ لا درکه شوي. خو د مالیې وزیر دا خبره نه مني.

ښاغلي لودین همدارا وویل چې دوی داسي یو چک هم تر لاسه کړی چې ښیې د مالیې د وزیر د یوه خپل بانکي حساب ته 950 زره ډالر استول شوي دي:

"دویمه دوسیه صاحبه د حیرتانو ده. له یوه رسمي مقام نه موږ ته اطلاع راغلې ده، چې درې ملیارډه او پنځه سوه ملیونه افغانۍ په یوه کال کې هلته ورکې شوي دي، داسې اطلاع موږ ته راغله، چې د دفاع وزارت سره د مالیې په وزارت کې د غوښې په اړه یو قرارداد شوی دی، یو قراردادي یې رد کړی، دویم یې رد کړی، دریم یې رد کړی او له څلورم سره یې په لوړه بیه کړی دی.

په دې قرارداد کې د عاید د سرچینې او د لومړي دویم دریم قرارداد ترمنځ یو سلو اوه پنځوس ملیونه افغانۍ فرق دی. اوس که زه دغه مسئله څارنوالۍ ته راجع کوم نو ایا دا د مالیې له وزیر صیب سره کومه خاصه دښمني ده، نه دا کومه خاصه دښمني نه ده."



که څه هم له فساد سره د مبارزې د عالي ادارې ریس وايي چې، د دې پیسو ورکیدل د مختلفو ارګانونو لخوا تثبیت شوي، خو د مالیې وزارت مسئولان دا موضوع ردوي.

د مالیې وزارت ویاند وحید الله توحیدي د ښاغلي لودین تورونه په کلکه رد کړل.

هغه وویل، چې د حیرتان او طورخم په بندرونو کې پيسې نه دي ورکې شوي. هغه وویل د یوه تړون له مخې د حیرتان او طورخم په بندرونو کې باید د ناټو په اکمالاتو مالیه وانه خیستل شي، خو لودین دغه مالیه په ورکو شویو پيسو کې حساب کړې:

"که دا ځل ثابته نشي، چې د فلاني په کور یا د هغه د ورور، تره زوی یا فلاني فلاني په بانکي حساب کې دي، نو ښاغلي لودین بیا څه کوي. کله چې افغانستان ته موقت حکومت راغی، نو هغه وخت یو تړون شوی و، چې په هغې کې راغلي وي، د ناټو د اکمالاتو له موټرو باید محصول وانه خیستل شي.

نو د ناټو موټرې چې له حیرتانو او طور خم بندر نه افغانستان ته راغلي دي، هغه ثبت شوي خو د تړون له مخې ترې پیسې نه دي اخیستل شوي. نو اوس ښاغلي لودین داسې ګڼي چې ددې موټرو پیسې د اشخاصو جیب ته تللي دي."


تر دې مخکي د افغانستان د مالیې وزیر بهرنیو بانکونو ته د پيسو په استولو هم تورن شوی دی.

خو د مالیې وزیر له رسنیو سره په خبرو کې دا موضوع بې اساسه و بلله او ویې ویل، د ده په بانکي حساب کې یوه اندازه پيسې چې موجودې دي هغه دده د شخصي سوداګرۍ پیسې دي.

دا په داسي حال کې ده چې تر دې مخکي د افغانستان د کابینې یو بل غړی اسماعیل خان هم د میلیونونه ډالرو په اختلاس تورن شوی وو.

خو داسي انتقادونه شته چې د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونه پر چارواکو د دارنګه لویو تورونو د سپیناوي لپاره لازم اقدامات نه کوي.
XS
SM
MD
LG