د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۰

د اداري فساد له منځه وړلو لپاره یوه اصلاحي انقلاب ته اړتیا ده


په افغانستان کې د اداري فساد سره د مبارزې دعالي اداره چارواکي وايي، د دولتي ادارو له خوا له دوی سره نه همکاري د دې لامل شوې، چې د فساد پرضد مبارزه په ښه توګه ونه سي .

د دې ادارې رئیس عزیزالله لودین د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ چې په دولتي ادارو کې هغه وخت اصلاحات راتلای شي، چې یوه اصلاحي انقلاب ته ملا وتړل شي.

ښاغلی لودین وویل، که افغان ولسمشر حامد کرزی، د اداري فساد سره د مبارزې په اړه جدي ګام پورته نه کړي، ښه به دا وي، چې دغه اداره لغوه کړي.

“زه ولسمشرصاحب ته خپل وړاندیزونه کوم که چیرې جدي عمل کوي ښه او که یې نکوي دا اداره دې لغو کړي.

ما یوسل او درویشت قضیې لیږلي چې څو یې ډیرې مهمې دي او لوړ پوړو چارواکو پورې اړه لري.

زه دا منم چې یوازې پیسې زما په دفتر کې نه غوښتل کیږي تاسو ولاړ شئ څارنوالۍ ته، قضایه قوې وزارتونو ته او نورو ادارو ته.

زه همدا اوس د والیانو په اړه داسې دوسیې لرم چې له شرمه ډکې دي،زه یې څارنوالۍ ته لیږم او وایم چې غلا یې کړې باید دنده یې وځنډول شي خو څوک یې نه مني.”


د اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې رئیس هغه تور هم رد کړ، چې ګواکې د دفاع وزارت د البسې په یوه قرارداد کې یې د 16 میلیونه ډالرو د اخیستلو هڅه کړې.

تر دې مخکې د ولسي د دفاعي چارو د کمېسیون رئیس همایون همایون ویلي و، چې عزیز الله لودین او د هغه د دفتر رئیس د دفاع وزارت د البسې له یوه قرارداد څخه د 16 میلیونه ډالر په اخیستلو کوښښونه کړي دي.

ددې موضوع په اړه ددې کمېسیون رئیس او ښاغلي لودین پر یو بل باندي د اداري فساد تورونه ولګول.

بل خوا د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، افغان حکومت د فساد هغه دوسیې باید وڅیړي چې له فساد سره د مبارزې عالي ادارې په دې وروستیو کې ترلاسه کړي دي.
ددې جرګې یو غړی سید فرخ شاه جناب:

“هغه کسان چې د اداري فساد پرضد دمبارزې د ادارې لخوا په فساد تورن دي او ښاغلی لودین چې کوم دلایل وایی ولي دوی نه محاکمه کیږي.

که چیرې لازم اسناد د دوی پرضد نشته بیا ولي لودین صاحب ته څوک څه نه وایي.”


خو افغان ولسمشر حامد کرزي تر دې مخکې په وار وار په دولتي ادارو کې له اداري فساد سره د جدي مبارزې خبري کړي.

څه وخت مخکې افغان ولسمشر له اداري فساد سره د مبارزې، ښې حکومتدارۍ او په ادارو کې د اصلاحاتو لپاره هم یو ځانګړی فرمان خپور کړ، چې په دې اړه یې بیلا بیلو ادارو ته لارښوونه وکړه، چې په ټاکلو وختونو کې خپل کارونه بشپړ کړي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG