د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

د اسیا پسفیک د اقتصادي همکاریو غونډه پای ته ورسیده


د اسیا ارام سمندرګي یا اپیک د اقتصادي همکاریو د یووشتو غړو هیوادونو دوه ورځنۍ سرمشریزه نن یکشنبه پای ته ورسیدله.

دا غونډه د روسیې په لرې ختیځ ښار ولادي واسټوک کې جوړه شوې وه، چې په کې د اقتصادي همکاریو په پراختیا او د سوداګرۍ په ازادولو بحثونه وشول.


د اسیا د ارام سمندرګي د اقتصادي همکاریو د ډلې مشرانو په خپله اعلامیه کې ژمنه کړې، چې د اروپایي ټولنې د پور د بحران له کبله د رامنځ ته شوې کمزورتیا د له منځه وړلو په خاطر به د اقتصاد د ودې او د سوداګرۍ د ازادولو اقدامات کوي.

د اپیک د غړو هیوادونو مشرنو د روسیې په لرې ختیځ ښار ولادیوسټوک کې خپله دوه ورځنۍ سرمشریزه د یکشنبې په ورځ راونغاړله.

د دې ډلې مشرانو په خپله وروستۍ اعلامیه کې د هغو هڅو هرکلې هم کړې، چې د اروپایي ټولنې مشران یې د ایرو زون د ثبات د خوندي کولو لپاره کوي.

د ارام سمندرګي د اقتصادي همکاریو د ډلې د غړو هیوادونو مشرانو د روسیې او امریکا د وچکالیو په ځواب کې، چې د نړۍ په کچه د خوراکي موادو تامینات زیانمنولې شي، موافقه وکړه، چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ به نه کوي.

په اعلامیه کې د اپیک د غړو هیوادونو لخوا د نړۍ په کچه د خوراکي موادو د تامیناتو د خوندي کولو لپاره د همغږو هڅو د ترسره کولو غوښتنه شوې.

د اپیک مشرانو خپله دا ژمنه بیا تکرار کړه، چې له فساد سره به مقابله کوي او اقتصادي شفافیت او حساب ورکول به پیاوړې کوي.

ددې سرمشریزې د پای ته رسیدو په مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبریالانو ته وویل، چې دې د غونډې له پایلو او له هغو تیاریو راضي دې، چې روسیې ددې غونډې لپاره نیولې وې.

ده وویل، چې د ارام سمندرګي سیمه د نړۍ د اقتصاد یو محرک ځواک دې او په سیمه کې حالت هم تقریبا خوشبینانه دې.

پوتین وویل، چې روسیې ددې سرمشریزې د کوربه توب لپاره، چې پکې د لرې ختیځ د پوهنتون لپاره د یوې نوې احاطې جوړول هم شامل وو، پنځلس میلیارډه روبله ولږول.

"که یوازې د سرمشریزې جوړول مطرح وو، نو مونږ کولې شول، چې بل ځای هم انتخاب کړو، چې یقینا ارزان به تمام شوې وې، خو بیا به مونږ پوهنتون نه درلود.

موږ به په روسیه او لرې ختیځ کې دا ساینسي، تعلیمي او فکري جوړښت نه درلود.
زه فکر کووم، چې مونږ دداسې اهدافو لپاره داسې لګښتونه باید ولرو."


پوتین همداراز په راتلونکې کې په مسکو کې د جاپان له صدراعظم سره د یوې سرمشریزې اعلان وکړ، چې پکې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدې تاریجې لانجې پر سر خبرې وشي.

جاپان او روسیه د دویم نړیوال جنګ له پای راهیسې د کوریلي ټاپوګانو د ملکیت پر سر په خپله کې لانجه لري او دا لانجه ددې سبب شوې، چې دوی د دویم نړیوال جنګ د پای سند په رسمي توګه لاسلیک نکړي.

پوتین د جاپان له صدراعظم سره د راتلونکې سرمشریزې په اړه وویل:

"جاپان زمونږ د اوږدې مودې دودیز او په سیمه کې یو مهم ملګری دی.

موږ د جاپان اقتصادي ظرفیت پیژنو، مونږ په ستونزه پوهیږو، خو مونږ په ظرفیت هم پوهیږو. مونږ ستاسو له هیواد سره د اړیکو پراخولو ته لیواله یو او غواړو، چې هغه ټولې ستونزې حل کړو، چې له ماضي نه را پاتې دي. مونږ پدې اړه پرون هم خبرې وکړې."


د اپیک د غړو هیوادونو نفوس د نړۍ د نفوسو څلویښت سلنه جوړوي، چې د نړۍ د اقتصاد څلور پنځوس سلنه تولید لري او په نړۍ کې د سوداګرۍ څلور څلویښت سلنه جوړوي.

د اپیک د ۲۰۱۳ میلادي سرمشریزه به د اندونیزیا په بالي کې جوړیږي.
XS
SM
MD
LG