د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

له ښځو سره د تاوتریخوالي د کمولو لپاره په هیواد یو کمپاین پیل شوی


د ښځو چارو وزارت وايي، له ښځو سره د تاوتریخوالي د کمولو لپاره یې په ټول هیواد یو سراسري کمپاین پیل کړی.

د ښځوچارو وزارت چارواکي وايي، چې دغه کمپاین به ۱۶ ورځې دوام وکړي او د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي عوامل به په کې وڅیړل شي.

د ښځو چارو وزارت وايي، چې دغه کمپاین یې دهغه څه پر ضد پیل کړي چې دوی د ښځو په وړاندې د زړه بوږ نوونکي تاوتریخوالي زیاتیدونکي پیښې بولي.

د ښځو چارو وزیرې حسن بانو غضنفر دغه زړه بوږ نوونکي پيښې د ښځو صحرايي محاکمه، د ښځو د وژلو حکمونه ورکول، د هغوی ژبې پریکول او جنسي تیری کول بولي؛ چې د اغلې غضنفر په وینا په دې وروستیو کې زیاتې شوي دي:

"د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لمنځه وړلو دغه کمپیان په داسې حال کې اعلانوي؛ چې اوس هم د ښځو پر وړاندې ګڼې تاو تریخوالې دوام لري.

نو د ښځو چارو وزارت د وخت نه په استفادي سره ټولې اداري د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د لمنځه وړلو لپاره دي پراخ کمپاین ته رابولي."


هغې زیاته کړه، چې د کمپاین په ۱۶ورځنۍ موده کې به د ورکشاپونو، سیمنارونو، ګردي میزونو تلویزوني او راډیويي اعلانونو جوړول او په کې به د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي تشریح او د مخنیوي لارې چارې به په کې ولټول شي.

اغلې غضنفر زیاته کړه، چې د وږي یا سنبلې په ۲۹ به په کابل کې په دې اړه له ټول افغانستان څخه د عالمانو کانفرانس راوبلل شي؛ چې په کې په جوماتونو کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالی په لارو چارو به په کې عملي بحثونه وشي.

د ښځو د تاوتریخوالي د کمښت دغه کمپاین په داسې حال کې پیل کیږي؛ چې په دې وروستیو کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي زیات شوی دی.

خو یوشمېر کتونکي د ښځو چارو وزارت دغه کمپاین بې ګټې بولي او وايي؛ چې په دې برخه کې باید عملي ګامونه واخیستل شي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نیسمه نیازۍ وړاندیز کوي؛ چې په ولایتي واحدي ادارو کې دې ښځو ته جبري وظیفې ورکړل شي.

"زه فکر کوم چې د ښځو چارو وزارت او هغه ادراې چې د ښځو په نامه کمپاین او مبارزه کوي، دوی یواځې او یواځي شخصي تجارت یې شروع کړی او خپلو شخصي ګټو ته ګوري."

هغه زیاتوي چې کلیوالو ښځو ته چې رسینو ته لاس رسی نه لري؛ باید د جومات د ملا امامانو له خوا د شرعیت په رڼاکې تبلیغ وشي.

ولسمشر حامد کرزي د زمري په ۵ یوفرمان صادر کړی، چې په کې د افغانستان ټولو ادارو ته سپارښتنه شوې؛ چې تر ۶ میاشتو پورې په خپله کاري برخه کې لاس ته راوړنې ولري او په خپل وخت سره د وزیرانو شوراته معلومات ورکړي؛ چې د یکشنبې د ورځې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمیښت کمپاین د ولسمشر د هغو هڅو یوه برخه بلل کیږي؛ چې د ښځو چارو وزارت یې د جمهور رییس د نوي فرمان په اساس کوي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG