د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

په تور لسټ کې د حقاني شبکې شاملیدل به د سولې بهیر اغیزمن کړي


افغان حکومت په تور لسټ کې د حقاني شبکې د شاملولو په اړه د امریکا له پرېکړې هرکلي کوي. بل خوا د سولې د عالي شورا ځینې مسئولین بیا د امریکا ددې پریکړې په اړه په احتیاط خبرې کوي چې غواړي د حقاني شبکه د ترهګرې ډلې په توګه په تور لست کې شامله کړي.

د سولې د عالي شورا یوه غړي او د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسمعیل قاسمیار ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د سولې بلنه عامه ده او هر هغه څوک چې وسله پر ځمکه ږدي او سوله مني هرکلی یې کوي.

نوموړي په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې ځینې کتوونکي وايي، په تور لست کې د حقاني شبکې شاملیدل به په افغانستان کې د سولې په بهیر ناوړه اغیزه وکړي.

په کابل کې زموږ همکار احمدزبیر ژمن په دې اړه له ښاغلي قاسمیار سره مرکه کړې.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG