د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۱۱

افغانانو ته د بګرام زندان د مسووليت سپارلو بهیر دې تر دوشنبې پورې بشپړ شي


ولسمشر کرزى وايي افغان دولت ته د بګرام زندان د مسووليت په سپارلو کې ځنډ به د افغانستان له حاکميت څخه د سرغړونې په معنى وي.

جمهوري رياست ويلي ولسمشر کرزي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د بهرنيو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان الن او د امريکا له سفير جيمز کننګهام سره کړې دي.

د افغانستان د زندانونو او توقيفځايونو عمومي ریيس وايي؛ د بګرام زندان د مسووليت اخيستلو لپاره يې لازم تدابير نيولي او ډاډ ورکوي؛ چې له زندانيانو سره به په چلند کې بشري قوانين او نړيوال اصول په پام کې نيسي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر کرزي د امريکا په مشرۍ له ايتلافي ځواکونو غوښتي؛ چې افغان لوري ته د بګرام زندان د مسووليت سپارلو پروسه تر دوشنبې پورې بشپړه کړي.

د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، ولسمشر کرزي د شنبې په ورځ په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال "جان الن" او په کابل کې د امريکا له سفير "جيمز کننګهام" سره خبرې کړې دي.

ولسمشر کرزي ويلي، چې کابل ته د بګرام زندان د مسووليت سپارل د ملي حاکميت لپاره يو مهم اقدام دى او په کې ځنډ راوستل د افغانستان له ملي حاکميت څخه د سرغړونې په معنى ده.

د افغانستان د زندانونو او توقيفځايونو عمومي مشر جنرال امير محمد جمشېد ازادۍ راډيو ته وويل چې د بګرام زندان د مسووليت سپارل به تر دوشنبې پورې بشپړ شي. ښاغلي جمشېد وويل، د دې زندان د مسووليت اخيستلو لپاره لازم تيارى نيول شوى دى:

”طبعاً د ودانیو په برخه کې یو څه ستونزې لرو نور په مجموع کې د زندانیانو د ساتنې او محبسدارۍ سیسټم باندې زموږ کارکوونکي بلد دي. دا برخه چې امریکاییان یې مسووليت راکوي، له ټولو تاسیساتو سره یوځاى افغان لوري ته سپارل کیږي“

د جمهوري رياست په اعلاميه کې ولسمشر کرزي له ټولو مسوولو ادارو غوښتي چې د بګرام زندان د مديريت او له زندانيانو سره د چلند په برخه کې نافذه قوانين په پام کې ونيسي.

تر اوسه په افغان زندانونو کې د ناسم بشري وضعيت او له زندانيانو سره د بد چلند ګڼ راپورونه ورکړل شوي خو د افغانستان د محابسو او توقيفځايونو مسوول وايي د بشري قوانينو او حقونو په برخه کې يې کارکوونکي روزل شوي دي.

جنرال امير محمد جمېشد وويل چې د افغانستان د توقيفځايونو په اړه اکثره راپورونه له حقيقت څخه ليرې دي.
XS
SM
MD
LG