د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

امريکا او روسيې د ګډې همکارۍ دوه تړونونه لاسليک کړل


امريکا او روسيې په انترکتيکا او بېرينګ تاړانګې سيمه کې چې دواړوه هېوادونه سره تړي، د همکاري د زياتېدو په برخه کې دوه تړونونه لاسليک کړل.

دواړو هېوادونو دغه تړونونه د ګډې همکارۍ او اړيکو لپاره مهم بللي دي.


د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلېنټن او د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف دغه اسناد د يکشنبې په ورځ په ولادي وستوک کې د اسيا پېسفيک د اقتصادي همکاريو د سرمشريزې په څنډه کې لاسليک کړل.

لاوروف د دغو تړونونو په ستاينه کې دا د دواړو هېوادونو له خوا د ګډ کار د هوډ ثبوت وباله:

”په ټوله کې دغه يادداشت زموږ د دواړو هېوادونو نيت څرګندوي چې په ګډه به د انترکتيکا په برخه کې د خپلو دوه اړخيزو ګټو لپاره کار کوو او دپه سيمه کې دننه د همکارۍ لپاره ورکړل شوى بيان زموږ مثبته تجربه تقويه کوي چې له وړاندې مو په دې برخه دې درلوده او زموږ سيمې ته دا پوهاوى ورکوي چې د روسيې او امريکا حکومتونه يې د دوه اړخيزو ګټورو اړيکو د لا پراختيا لپاره تشويقوي. دا زموږ د اړيکو يو مهم اړخ دى او له داسې مسايلو سره تماس نيسي چې په مستقيم ډول زموږ پر خلکو تاثير لري“

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلېنټن هم دغه تړونونه د دواړو هېوادونو په دوه اړخيزو اړيکو کې د پرمختګ مثبته نښه وګڼله:

”موږ خپله علمي همکاري په رسمي ډول په انترکتيکا کې، چې د څېړنو لپاره د پراخو فرصتونو قاره ده، ژورې کوو. زموږ د دواړو هېوادونو ساينسپوهان به د جنوبي قطب د نورو اکتشافاتو، د اقليم د بدلون د څېړنې او پر داسې مسايلو به همکاري کوي چې ښه پوهاوى رامنځته او چاپېريال خوندي کړي. د لومړي ځل لپاره د امريکا او روسيې چارواکي او ساينسپوهان په ګډه کار کوي چې د انترکتيکا تړون عملي کړي“

مېرمن کلېنټن وروسته په خبرو کې وويل چې د امريکا کانګرس ښايي دا مياشت د ١٩٧٤م کال د جکسن وانيک په نامه د سړې جګړې د قانون د اصلاحاتو تر برطرفه کولو سره د تجارتي اړيکو د تازه کېدو لپاره اقدام وکړي، دې مسئلې د روسيې لپاره د عادي تجارت د امتيازاتو مخه نيولې وه.

وروسته تر هغه چې تېره مياشت روسيه د سوداګرۍ د نړيوال سازمان غړې شوه، د امريکا کانګرس تر فشار لاندې دى چې په دې برخه کې اقدام وکړي.
XS
SM
MD
LG