د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

اروپايي ټولنې د بشارالاسد پر رژيم د بنديزونو پر اړتيا موافقه وکړه


د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو د سوريې د ولسمشر بشارالاسد پر رژيم د بنديزونو پر اړتيا موافقه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په سوريه کې د بشري بحران په اړه اندېښنې زياتې شوي او د دې هېواد دوه لکه کډوالو په ګاونډيو هېوادونو کې اړولي چې مرستو ته اړ دي.


د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د وزيرانو له خوا دغه څرګندونې په قبرس کې وشوې.

د قبرس د بهرنيو چارو وزيرې ايراتو کوزاکو مارکاوليس د دې ټولنې د ٢٧ وزيرانو تر غونډې وروسته چې په زياته پيمانه په کې د بشري مرستو پر پراختيا موافقه وشوه، وويل په سوريه کې د بنديزونو د زياتېدو په اړه هم يوه اجماع موجوده ده.

هغې دا هم وويل که څه هم پر سوريې د فشار راوستلو لپاره په امنيت شورا کې د روسيې او چين له خوا درې ځلې د هڅو د ويټو کولو له کبله خوابدي شته، خو اروپايي ټولنه غواړي له مسکو سره چې د اسد عمده ډيپلوماتيک او پوځي ملاتړى دى کار وکړي.

د قبرس د بهرنيو چارو وزيرې زياته کړه:

”موږ دغه راز موافقه وکړه، چې بايد له روسيې سره کار وکړو، ځکه غواړو دوى له ځان سره ولرو“

په قبرس کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو د وزيرانو تر دوه ورځنۍ غيررسمي غونډې وروسته د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لاورنت فابيوس وويل د اسد د کورنۍ په وړاندې د مجازاتي اقداماتو پر قوي کولو هم توافق وشو او د نويو اقداماتو پر جزئياتو به د اروپايي ټولنې د بهرني سياست د مشرې کاټرين اشټون له خوا کار وشي.

په همدې حال کې د هسپانيا د بهرنيو چارو وزير خوزي مانوېل ګراسيا مارګالو وويل يو عمده احساس دا دى چې د سوريې پر رژيم نور فشار راوستل شي څو تاوتريخوالى پايته ورسېږي او په دغه هېواد کې د بشري مرستو وېش ته زمينه برابره شي.

د سوريې ١٠٠ کيلومترۍ ته نژدې د قبرس ټاپو کې د دوبي تر رخصتۍ وروسته دا لومړۍ غونډه وه، د بهرنيو چارو وزيرانو په مخکنۍ ورځ د سوريې ملکيانو ته د بشري مرستو د زياتېدو غوښتنه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې د اروپا پر امن د بشري بحران د اغېز په اړه اندېښنې پيدا شوې دي.

بله خوا بروکسل له هغو ملکيانو سره چې په شخړه کې ګير پاتې دي، د ٦٣ مليونو ډالرو اضافي مرستې اعلان وکړ او له دې سره يې د اروپايي ټولنې د ونډې اندازه ٢٠٠ مليونه يورو ته ورسوله چې د ټولو نړيوالو مرستو نيمايي برخه جوړوي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هيګ وويل بشري اړتياوې په پرله پسې ډول زياتېږي او ده وويل موږ په بېړني ډول د اضافي بشري هڅو شريکولو ته اړتيا لرو.

په سوريه کې دننه دوولس لکه خلک چې تر نيمايي زيات يې ماشومان دي، له يوې سيمې بلې ته بېځايه شوي او د سوريې شا و خوا دوه لکه کډوالو په ګاونډيو هېوادونو لبنان، اردن، ترکيې او عراق کې اړولي دي.
XS
SM
MD
LG