د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

استاد سیاف: ځان وژونکي حملې حرامې دي او هیڅ شرعي اساس نه لري


د پخواني جهادي مشر او د ولسي جرګې د غړي عبدالرب رسول سیاف په خبره چې ځان وژونکي حملې حرامې دي او هیڅ دیني عالم د دغو بریدونو د توجیه کولو لپاره شرعي دلیل نه لري.

نوموړي هغه دیني عالمان وننګول، چې د ځان وژونکو حملو فتواوې ورکوي.

ښاغلي سیاف وویل، که دغه کار شرعي اساس ولري، نو ولي همدغه عالمان، وروڼه او اولادونه یې نه کوي.

استاد سیاف چې د شنبې په ورځ یې د شهید د اونۍ مراسمو ته وینا کوله، پر وسله والو مخالفینو ږغ وکړه، چې له جنګه دې لاس واخلي او دغه حملې دې نه کوي.

“پر وسله والو مخالفینو له دې ځایه ږغ کوم، حق یې دی چې ږغ پر وکړم، که ځان وژونکې حمله او واسکټ اغوستل یې جواز درلودی، نو یوه مفتي به هم یو واسکټ اغوستی وای.

مفتیان پوهیږي، چې دغه کار حرام دی نو دغه کار بس کړئ.”


د شنبې په ورځ د نوموړي د همدې خبرو په وخت یوې ځان وژونکي حملې په کابل ښار کې ۶ کسان ووژل چې ویل کیږي، ټول ملکي کسان دي.

تر دې مخکي د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کي د جنازې په مراسمو کې یوې ځان وژونکي حملې شا او خوا ۹۰ کسان مړه او ټپیان کړه، چې ډیري یې ولسي خلک وو.

عبدالرب رسول سیاف په دې اړه له افغان حکومت څخه وغوښتل، هغو کسانو ته تر ټولو سخته سزا ورکړي، چې د ځان وژونکو حملو هڅه کوي او تنظیموي یې.

د نوموړي په باور که افغان حکومت له دغه ډول کسانو څخه پنځه تنه په دار وځړوي نو هیڅوک به بیا دغه کار ونه کړي.

په افغانستان کې په هرو څو ورځو کې په ځان وژونکو حملو کې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ګڼ شمېر ولسي خلکو ته مرګ ژوبله پیښيږي.

د ځان وژونکو حملو تر څنګ هره ورځ پر لاري ښخ شوي ماینونه هم ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي، چې دغه ډول ماینونه د وسله والو مخالفینو له خوا افغان حکومتي او بهرنیو کسانو ته ایښول کیږي.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG