د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

کابل:د احمدشاه مسعود د ویرکوونکو او د سیمې د خلکو ترمنځ وسله واله نښته وشوه


د کابل ښار په لویدیز پل سوخته سیمه کې د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت د ماتم کوونکو او د سیمې د خلکو ترمنځ د شخړې له امله دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د کابل امنیه قوماندان چارواکي وايي، چې په نښته کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي او څلورتنه پولیسان ټپیان دي.

نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت ماتم کوونکو د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي د سیمې اوسېدونکو ترمنځ په لومړي سر کې لفظي شخړه وشوه او وروسته په یوې وسله والو نښتې واوښته.

د کابل امنیه قوماندان وايي، چې له نښتې وروسته د سیمې خلکو هڅه کوله چې د مزاري په څلور لاري کې د احمدشاه مسعود ځړېدلي عکس راښته کړي، خو پولیسو یې مخه ونیوله او مظاهره پیل شوه.

محمد ایوب سالنګي په سیمه کې د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ چې مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ په نښته کې دواړو لورو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي.

"متاسفانه له هغې پوستې سره چې په دې سیمه کې وه نښته ورسره شوې او په ترڅ کې یې له هیوادوالو هم یو کس شهید شوی او له پولیسو هم درې څلور کسان ټپیان شوي او یو پولیس هم شهید شوی دی."

هغه زیاته کړه، د ملکیانو د زخمي کېدو په اړه کره معلومات نه لري.

چارواکي وايي، چې په نښته کې د پولیسو امنیتي پوستې او رینجر موټر ته هم زیان رسېدلی.

خو په سیمه کې عیني شاهدانو ازادۍ راډیو ته د ټپیانو شمېر زیات یاد کړ.

په سیمه کې د هغو کسانو شمېر په سلګونو ښکارېده چې د شهید د اونۍ په مناسبت له ماتم کوونکو سره یې مخالفت کاوه.

دوی د اعتراض په ډول د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود عسکونو ته هم اور واچاوه.

بل خوا ځینو عیني شاهدانو د دې پيښې تلفات زیات وښودل:

"۱- د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اوسیدونکی یم. په نننۍ پېښه کې چې زه یې خپله عیني شاهد وم؛ دوه ملکیان په کې ووژل شول او یو هم ټپي و؛ چې روغتون ته یوړل شو.

۲- د پیښې شاهدان وو، چې دوه کسان شهید شول او اوس هم یو بل نفر شهید شو."


د کورنیو چارو وزارت چارواکو ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې دوی ته له وړاندې اطلاع ورغلې وه؛ چې یوشمېر کسان غواړي د شهید د اونۍ مراسم ګډوډ کړي.

هغوی زیاتوي، چې تراوسه یې د دې پېښې په اړه څوک نه دي نیولي، خو چارواکو یې د نیولو په لټه کې دي.

د کابل په غرب کې دغه نښته په داسې حال کې رامنځ ته شوه، چې په همدې ورځ په ټول افغانستان کې د احمدشاه مسعود د یوولسم تلین له امله عمومي رخصتي وه او په کابل کې د وږي ۱۸مه، د لوړپوړیو دولتي چارواکو له خوا د لویې جرګې په خیمه کې نمانځل کېده.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG