د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۲۰

خبرونه

امریکا له روسیې سره د همکاریو زیاتولو تړونونه لاسلیک کړل

د امریکا متحده ایالاتو او روسیې په انټراکتیک او د بیرنګ د تنګې دسيمې په اړه چې دواړه هیوادونه سره نښلوي، د همکارۍ زیاتولو دوه تړونونه لاسلیک کړل.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزېرې هېلري کلنټن او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لافروف نن د روسیې په ولادي واسټاک ښار کې د آسیا- پاسفیک اقتصادې همکارۍ د مشریزې غونډې په څنګ کې دا تړونونه لاسلیک کړل.

لافروف د تړونونو لاسلیکول وستایل او دا یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډ کار اراده وبلله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وروسته وویل؛ د امریکا کانګرس ممکن په روانې میاشت کې د سوداګرۍ اړیکې تازه کړې او د ۱۹۷۴ کال د "جکسن وانیک" د ساړه جنګ لایحه یا قانون لیرې کړي. د دې تړون له مخې روسیې ته د عادي سوداګریزو اړیکو امتیازات نه ورکول کیدل.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

نی: طالبانو د ارزګان 'دهراوود غږ' راډیو وسایل لوټ کړي او ودانۍ یې ورنړولې

ارشیف

د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره، نی وايي، وسله‌والو طالبانو د ارزګان د دهراوود له نیولو وروسته په دې ولسوالۍ کې د دهراوود غږ راډیو وسایل لوټ کړي او ودانۍ یې ورنړولې ده.

د ارزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل هم تأیید کړې چې طالبانو د دهراوود غږ راډیو ودانۍ نړولې او د راډیو وسایل‌یې لوټ کړي دي.

د رسنیو د ملاتړ ادارې، نی پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې رسنیو او خبریالانو ته زیان وانه‌ړوي.

نی وايي، سره له دې چې طالبانو ویلي و چې له خبریالانو او رسنیو سره کار نه‌لري، خو اوس لیدل کېږي چې دوی د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي او غړي یې د رسنیو لوټ او ویجاړولو ته دوام ورکوي.

د نی د راپور پر اساس، تر دې وړاندې طالبانو د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د وطن راډیو وسایل لوټ کړي وو او د دې راډو غږ یې د تل لپاره غلی کړ.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د نی د دغې ادعا په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د المپيک لوبې؛ افغان لوبغاړې کیمیا یوسفي نوی ریکاډ ثبت کړ

افغان لوبغاړې کیمیا یوسفي

افغان لوبغاړې کیمیا یوسفي د توکیو په المپیک لوبو کې نوی ریکاډ ثبت کړ.

کیمیا یوسفي په المپیک لوبو کې د ۱۰۰ مترو واټن په ۱۳،۲۹ ثانیو کې وواهه او د خپل ۹ کسیز ګروپ اووم مقام‌یې وګاټه.

تر دې وړاندې کیمیا یوسفي همدومره واټن په ۱۳،۳۳ ثانیو کې کچ کړی و او په دې توګه‌یې په المپیک لوبو کې د ځان په نوم نوی ریکاډ ټینګ کړ.

د خلیج همکارۍ شورا: ایران دې د سیمې هېوادونو کورنیو چارو کې لاسوهنه ودروي

د خلیج د همکارۍ شورا یوه غونډه

د خلیج د همکارۍ شورا له ایران څخه وغوښتل چې د سیمې هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه ودروي.

د خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي نایف الحجرف پر ایران غږ وکړ چې د سیمې د هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې د بس کولو ترڅنګ د «ترورېزم» ملاتړ ودروي.

ده د امریکا متحده ایالاتو او د خلیج د همکارۍ شورا ترمنځ همکارۍ د سیمې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره اړینې وبللې.

سعودي عربستان او امریکا په ځلونو ایران تورن کړی چې حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي.

سیګار: د امریکا او طالبانو موافقه د طالبانو د بریدونو د زیاتېدا سبب شوې

د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه په قطر کې د امریکا او طالبانو موافقه

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي سرمفتش دفتر یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې د امریکا او طالبانو موافقه د دې پر ځای چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د پرمختګ سبب شي، د طالبانو د بریدونو د زیاتېدا سبب شوې ده.

په دې راپور کې راغلي چې له موافقې وروسته د طالبانو حملې دوه برابره ډېرې شوي او ورسره د ملکي وګړو مرګ‌ژوبلې ډېرې شوې دي.

پرون د افغانستان د سولې وزارت په یوه راپور کې وویل چې د سږ کال له پیله تر اوسه طالبانو هره میاشت کابو ۳۵ سلنه حملې ډېرې کړې دي.

د افغان ترجمانانو او سلاکارانو لومړۍ ډله له خپلو کورنیو سره امریکا ته ورسېده

ارشیف، د امریکا د واشنګټن هوايي ډګر

د هغو افغانانو چې د امریکا له پوځ سره‌یې د ترجمانانو او سلاکارانو په توګه کار کړی وو، لومړۍ ډله د خپلو کورنیو له غړو سره د امریکا خاورې ته ورسېده.

دا ډله به چې شمېر یې ۲،۵۰۰ تنه دی، تر هغو پورې چې د مهاجرت د ویزې پروسه‌یې بشپړېږي، د ویرجینیا ایالت په فورټ لي پوځي اډه کې په موقت ډول دېره شي.

له دې سره هم‌مهاله د امریکا متحده ایالاتو کانګرس د رایو په لوی اکثریت هغه اضطراري لایحه تصویب کړه چې له مخې یې په افغانستان کې هغو کسانو ته د ویزو شمېر زیاتېږي چې له امریکايانو سره‌یې کار کړی دی.

د دوو میلیارد او ۱۰۰ ملیونو ډالرو په ارزښت دغه لایحه په قانون د بدلېدو لپاره د ولسمشر جو بایډن توشېح ته اړتیا لري.

د امریکا مشرانو جرګې دغه لایحه د پنجشنبې په ورځ تصویب کړه چې وروسته د استازو جرګې هم سم د لاسه تصویب کړه.

د دې لایحې له مخې هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی، ۸،۰۰۰ نورې ویزې برابرېږي او د دوی د لېږد، استوګنځیو او نورو ضروري خدماتو لپاره ۵۰۰ ملیونه ډالره په پام کې نیول شوي دي.

امریکا کې د بایډن تازه سپارښتنه: هر څوک چې کرونا واکسین کوي ۱۰۰ ډالره ورکړئ

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل هېواد د ایالتونو والیانو ته سپارښتنه کړې چې د کرونا واکسین ته د خلکو د هڅولو لپاره هر چا ته چې واکسین کوي، ۱۰۰ ډالره ورکړي.

ده همداراز امر کړی، هغه دولتي کارکوونکي چې واکسین نه‌کوي باید پرله‌پسې ټستونه ورڅخه واخیستل شي او ماسک دې جبري شي.

د نویو مقرراتو پر اساس، که د فدرالي حکومت مأمورین د واکسین کارت ونه‌لري، باید تل ماسک ولري او مجبوره به وي چې پرله‌پسې ټسټ وکړي.

په متحده ایالاتو کې ۳۴۳ ملیون ډوزه واکسین تزریق شوی دی.

زابل کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدلو له امله درې ملکیان ووژل شول

د زابل ولایت مرکز کلات ښار چوک

د زابل ولایت مرکز کلات اړوند په کلا کلي کې پر یوه کور د هاوان د مرمۍ د لګېدلو له امله درې ملکیان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د زابل د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکتر نظیر حریفال نن ازادي راډیو ته د تېرې شپې له پېښې د لېږدول شویو مړو او ټپیانو په اړه وویل: "ولایتي روغتون ته ۱۱ کسان راوړل شوي چې له دې ډلې درې تنه شهیدان او اته تنه ټپیان وو. دوی اوس په ولایتي روغتون کې بستر دي."

د زابل امنیه قوماندان جنرال ویس صمیمي رسنیو ته ویلي هاوان مرمۍ د وسله‌والو طالبانو له‌خوا توغول شوې ده، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

کانګرس له امریکا سره کارکوونکو افغانانو ته د ویزو د زیاتولو لایحه تصویب کړه

ارشیف، د امریکا کانګرس

د امریکا متحده ایالاتو کانګرس د رایو په لوی اکثریت هغه اضطراري لایحه تصویب کړه چې له مخې یې په افغانستان کې هغو کسانو ته د ویزو شمېر زیاتېږي چې له امریکايانو سره‌یې کار کړی دی.

د دوو میلیارد او ۱۰۰ ملیونو ډالرو په ارزښت دغه لایحه په قانون د بدلېدو لپاره د ولسمشر جو بایډن توشېح ته اړتیا لري.

د امریکا مشرانو جرګې دغه لایحه د پنجشنبې په ورځ تصویب کړه چې وروسته د استازو جرګې هم سم د لاسه تصویب کړه.

د دې لایحې له مخې هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړی، ۸،۰۰۰ نورې ویزې برابرېږي او د دوی د لېږد، استوګنځیو او نورو ضروري خدماتو لپاره ۵۰۰ ملیونه ډالره په پام کې نیول شوي دي.

ترکیه کې اور لګېدو لږترلږه ۳ کسان مړه کړي او له ۱۰۰ زیات ټپیان دي

د ترکیې په جنوبي ساحل کې لګېدلی اور

د ترکیې په جنوبي ساحل کې د اور لګېدو په نتیجه کې لږترلږه ۳ کسان مړه شوي او تر ۱۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د مدیترانې سمندرګي په اوږدو کې د انتالیا په ختیځ کې دا تر ټولو پراخه اور لګېدنه بلل شوې ده.

په دې ځای کې خورا زیات هوټلونه او تفرېحي ځایونه شته.

دغه اور پرون پنجشنبه بل شو چې د مړه کولو لپاره‌یې په سلګونو اور وژونکي او څرخي الوتکې لاس په کار شوې دي.

د تخار چارواکي: پر تالقان ښار د طالبانو ډله‌ییزه حمله په شا وتمبول شوه

ارشیف، تخار کې د افغان ځواکونو عملیات

د تخار ولایت چارواکي وايي چې پر تالقان ښار یې د وسله‌والو طالبانو ډله‌ییزه حمله په شا تمبولې ده.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر نن ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه له څو لورو پر دغه ښار حملې پلان کړې وې چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.

د اسیر په وینا، په وسله‌واله نښته کې ۱۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د تخار ولایت چارواکو د درېیو سرتېرو د ټپي کېدو خبر هم تأیید کړی دی.

وسله‌والو طالبانو د دې موضوع په اړه تبصره نه‌ده کړې.

طالبانو د کندهار-ترینکوټ عمومي لار پر خلکو 'بنده' کړې

ارشیف، د ارزګان د ترینکوټ ښار یوه څنډه

وسله‌والو طالبانو د کندهار او ارزګان د ترینکوټ ترمنځ عمومي لار پر خلکو بنده کړې ده.

د سیمې اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو له درې ورځو راهیسې دا لار بنده کړې او له کبله‌یې دوی له سختو کړاوونو سره مخامخ شوي دي.

ډېر موټر چلوونکي او مسافر په ترینکوټ کې بند پاتې دي او د خوراکي موادو بیې لوړې شوې دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

عمران خان: د پاکستان حکومت د طالبانو ویاند نه‌دی

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، د پاکستان حکومت د طالبانو ویاند نه‌دی او اسلام‌اباد له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د حالاتو مسؤلیت په غاړه نه‌لري.

عمران خان پرون/ پنجشنبه په اسلام‌اباد کې د افغانستان د رسنیو له استازو سره په کتنه کې همداراز وویل، پاکستان به له هر هغه چا سره ښې اړیکې ولري چې افغانان‌یې غوره کوي.

ده زیاته کړه: "څه چې طالبان کوي یا یې نه‌کوي، زموږ سره ارتباط نه‌لري. موږ یې مسؤله نه‌یوو او نه د طالبانو ویندویان یوو."

د افغانستان حکومت تور لګوي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي او پاکستان د دې ډلې مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي، خو پاکستان د طالبانو د ملاتړ تور ردوي.

بلېنکن: د اټمي موافقې پر سر ایران سره خبرې په نامحدود ډول دوام نه‌شي کولای

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون/ پنجشنبه په کوېټ کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، د اټمي موافقې پر سر له ایران سره د خبرو بهیر په نامحدود ډول دوام نه‌شي کولای او اوس هغه وخت دی چې ایران باید پرېکړه وکړي.

ده پرون/ پنجشنبه په کوېټ کې یوې خبري غونډې ته وویل، د امریکا متحده ایالاتو اټمي موافقې ته د بېرته ګرځېدو لپاره خپل ښه نیت او لېوالتیا ښوولې او اوس «توپ د ایران په میدان» کې دی.

ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "حقیقت دا دی چې ایران باید پرېکړه وکړي، په دې اړه اساسي پرېکړه چې ایا غواړي خپلو ژمنو ته راوګرځي که نه، هېڅ انحراف دا اساسي واقعیت نه‌شي بدلولی. توپ د ایران په میدان کې دی، وبه ګورو چې دوی موافقې ته د بېرته راګرځېدو پرېکړې ته لازم چمتووالی لري که نه، موږ خبرو اترو ته ژمن یوو، خو دا بهیر په نامحدود ډول دوام نه‌شي کولای."

ایران او امریکا په موافقه کې د نورو شاملو غړو په منځکړیتوب د اتریش په پلازمېنه ویانا کې ۶ پړاوه غیر مستقیم خبرې کړي څو ایران په اټمي موافقه کې د خپلو ژمنو عملي کولو او د امریکا د بندیزونو نرمولو ته چمتو شي.

سویډني چارواکو یو شمېر توقیف شوي افغان پناه غوښتونکي خوشې کړل

ارشیف، د سویډن پولیس

سویډني چارواکو یو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنلیکونه‌یې رد شوي وو او په توقیف کې ول، خوشې کړل.

د سویډن د راډیو له راپور سره سم، ټاکل شوه چې دا کسان د روانې جولای میاشتې په لومړیو کې افغانستان ته واستول شي، خو سویډن د افغانستان حالاتو ته په کتو د پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو پرېکړه واخیسته او نیول شوي کسان‌یې خوشې کړل.

تر دې وړاندې د افغانستان حکومت له اروپايي هېوادونو غوښتي وو چې د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر د درې میاشتو لپاره وځنډوي ځکه چې د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

نړۍ کې تر اوسه د کرونا تر ۴ میلیارد ډوزه زیات واکسین شوی

د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لړۍ

د راپورونو له مخې، تر اوسه پورې په نړۍ کې د کرونا تر ۴ میلیارد ډوزه زیات واکسین شوی دی.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د رسمي شمېرو پر اساس، د اروپا په وخت د پنجشنبې تر ماسپښینه د جولای ۲۹مې پورې په درسته نړۍ کې د کرونا ویروس پر ضد ۴ میلیارده او ۳۰۲ زره ډوزه واکسین خلکو ته ورکړل شوی دی.

په چین کې چې د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی، یو میلیارد او ۶۰۰ ډوزه،، په هند کې چې د نفوس له پلوه د نړۍ دوهم ستر هېواد دی، ۴۵۱ ملیون ډوزه او په متحده ایالاتو کې ۳۴۳ ملیون ډوزه واکسین تزریق شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې لا هم د نړۍ بې‌وزله هېوادونه د واکسین له کموالي سره مخامخ دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG