د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

په کابل کې ځان وژونکې حملې ۸ تنه ملکیان مړه او ټپیان کړل


د افغانستان امنیتي چارواکو تایید کړه، چې نن په کابل ښار کې د ایساف قوماندانۍ سره نږدې ځان وژونکې حمله شوې.

د کابل د امنیې قوماندانۍ وایي، چې په دې پیښه کې څلور ملکي کسان مړه او څلور ټپيان شوي دي.


ځان وژونکې حمله د کابل ښار پر یوې تر ټولو مهمې ساحې کې په داسې حال کې وشوه؛ چې افغان دولت د شهید اوونۍ د مراسمو د لمانځلو لپاره جدي امنیتي تدابیر هم نیولي وو.

په سیمه کې د کابل د امنیې قوماندانۍ مرستیال جنرال داود امین آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې په دې پیښه کې څلور ملکي کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

"نننۍ حمله د ایټالیا سفارت ته مخامخ، د افغان فلم ترڅنګ په پیاده رو کې چې هلته هېڅ نظامي هدف موجود نه و، د یوه دیارلس څخه تر شپاړلس کلن هلک له خوا چې یو بیک هم ورسره و، انتحاري حمله وشوه، چې له امله یې څلور تنه شهیدان شول او څلور تنه نور هم ټپیان شول.

له بده مرغه دغې حملې مکلیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده."


ښاغلي امین وویل، فکر کیږي، چې حمله به د یوه داسې ماشوم له خوا شوې وي، چې پخوا یې هم په سیمه کې تګ و راتګ درلود.

دغه ځان وژونکې حمله په داسې سیمه کې شوې، چې دلته د آیساف قوماندانۍ، د ایتالیا سفارت، د افغانستان ملي تلویزیون او د ټرانسپورټ وزارت ودانۍ پرتې دي.

همدا راز د امریکا سفارت او د جمهوري ریاست ودانۍ هم د دې پیښې ځاې ته څیرمې پرتې دي.

په دې سیمه کې تل امنیتي تدابیر دومره زیات وي، چې د عادي خلکو او موټرو تګ راتګ په جدي توګه څیړل کیږي.

د پیښې څو تنه عیني شاهدانو آزادۍ راډیو ته وویل، چې حمله کوونکې یې د حملې پر مهال لیدلی دی.

"۱- هو ما ولیده، په ډیر شدت سره د اماني له لیسې دیخوا په منډه منډه راغی؛ عسکرو غږ ورباندې وکړ، چې ودریږه خو هغه ونه دریده او سوچ ته یې فشار وکړ بیا نو انفجار وشو.

۲- زما نوم ولي محمد دی. دلته یو غږ شو چې کله نږدې راغلو نو ومو لیدل، چې څلور پنځه تنه ماشومان او لویان ټپیان وو او په ډیر خراب حالت کې پراته وو؛ بیا یې ټول روغتون ته بوتلل.

۳- زه په کور کې وم چې کله انفجار وشو او زه راغلم سیمې ته؛ نو ومې کتل چې لس پنځلس کسان پراته وو."


د دې ځان وژونکې حملې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی او ویلې یې دي؛ چې دا حمله د اته ویشت کلن کس په وسیله تر سره شوی ده.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي؛ چې حمله د امریکا په یوه استخباراتي مرکز شوې او پنځه تنه امریکايي استخباراتي افسران په کې وژل شوي او دوه تنه ټپیان دي.

چارواکو د دوی ادعا نه ده منلې.

دا حمله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هغې پریکړې سره هم مهاله وشوه؛ چې وايي، حقاني شبکه باید د ترهګرو ډلو په لست کې شامله شي.

تیر کال هم حقاني شبکې په کابل کې د امریکا په سفارت حملې تنظیم کړې وې.

راپور: جمیله ظریف

پخواني معلومات:

په کابل ښار کې د رادیو تلویزیو ودانۍ ته څېرمه یوه چاودنه وشوه؛ چې درې تنه په کې وژل شوي او درې تنه نور هم ټپیان دي.

د کابل امینه قومندانۍ مرستیال جنرال داود امین ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د چاودنې نوعیت لاتراوسه روښانه نه دی، چې ځان وژونکې و، که بمي چاودنه.

دی وايي، د پلټنې ټیم یې د پېښې ځای ته استولی او تر اوسه دا نه روښانه چې په برید کې چا لاس و.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت نن د احمد شاه مسعود یوولسم تلین او د شهیدانو اوونۍ لمانځي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستې.
XS
SM
MD
LG