د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۲

د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په اسلام اباد کې سره وکتل


له ښي خوا: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر له خپل هندي سیال سره
له ښي خوا: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر له خپل هندي سیال سره
د هند د بهرنیو چارو وزیر ″اس ام کرشنا″ پرون (جمعه) اسلام اباد ته ورسید او د پاکستان د بهرنیوچارو د وزیري ″حنا رباني کهر″ سره یې ولیدل.

د پاکستان حکومت دا سفر مثبت ګڼلی او وايي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې به مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزیرې ″حنا رباني کهر″ پرون په اسلام اباد کې د هند د بهرنیو چارو د وزیر ″اس ام کرشنا″ سره وکتل.

میرمن کهر پرون په اسلام اباد کې د هند د بهرنیو چارو د وزیر سره تر لیدو وروسته د هند خبري اژانس (ANI) ته وویل؛ چې د دې خبرو هدف د هند او پاکستان د اړیکو عادي کول دي:

″د دې خبرو شاته زموږ نیت دا دی، چې د هند او پاکستان اړیکي باید په بشپړ ډول عادي شي. هند او پاکستان باید د خبرونو په سر کې نه وي او که چیرې د هند او پاکستان استازي سره ګوري، دا ملاقاتونه باید د خبرونو سرټکی نه شي. د دواړو لیدنې کتنې باید د نورو ګاونډیو په څير عادي وي.″

د پاکستان د بهرنیوچارو وزیرې زیاته کړه، چې دواړه هیوادونه په تیرو دوو کلونو کې وتوانیدل، چې د تیر وخت د اغیز څخه پرته د سیاسي رهبرانو په سطحه د پرمختګ لپاره لیوالتیا څرګنده کړي.

حنا رباني کهر زیاته کړه، چې هند او پاکستان توانیدلي دي، چې په ريښتیني ډول په خپلو کې د ثبات د ټينګولو لپاره خبرو ته ځای جوړ کړی:

″زما په باور پاکستان د هند په ارتباط په خپلې کړنلارې کې د بدلون په اړه تیر کال جدی پيغامونه ورکړی. په دې ارتباط، د هند سره د سوداګرۍ په برخه کې د اړیکو د عادي کولو پریکړه په هیڅ ډول یو کوچنی ګام نه دی.

که چیرې موږ خپل هغه موقعیتونه چې په تیرو ۴۵ کلونو کې موږ ټینګ کړي وو؛ بدلوو نو دا هند هم هڅوي، چې رامخ کې شي او ځيني دریځونه بدل کړي، ځکه موږ باید اجازه ورنه کړو، چې په تیر وخت کې رامنځ ته شوي دریځونه زموږ اوسني روابط تعریف کړي.″


د هند د بهرنیو چارو وزیر ″اس ام کرشنا″ به د دریو ورځو په ترځ کې له بیلا بیلو پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

یو شمېر څيړونکي وايي، چې د کشمیر مساله به د دې لیدنو په ترځ کې د بحث یوه عمده موضوع وي؛ خو هند یا پاکستان دا نه دي ویلي؛ په ځانګړي ډول به پر کومو مسایلو خبرې کیږي.
XS
SM
MD
LG