د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۳۳

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد ته ورسید


اس. اېم کرشنا
اس. اېم کرشنا
د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ″اسم اېم کرشنا″ د جمعې په ورځ په یو درې ورځني سفر اسلام اباد ته ورسید.

نوموړي په داسې حال کې اسلام اباد ته سفر پيل کړی، چې لا هم د دواړو رقیبو هیوادونو ترمنځ اړيکې د تل پشان ترینګلې دي.

که څه هم د پاکستان دولت د نوموړي د سفر هرکلی کړی او هغه يې د دواړو هیوادونو ترمنځ د خپل منځي اړیکو د ښه کولو په لړ کې یو ګټور ګام بللی؛ خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا د دواړو هیوادونو ترمنځ پرتې ستونزې تر دې حده زیاتې ګڼي، چې په خبره يې پر دا ډول سفرونو د حل لارې ورته موندل ناشونې ښکاري.

د پاکستان د پوځ متقاعد افسر او د اړوندو چارو کارپوه ″بریګیډير محمود شاه″ د کرشنا د دې سفر په باب له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، چې پاکستان ته د کرشنا سفر ډېر ګټور نه شي تمامېدای:

″له دې سفره د ډيرو لاسته راوړنو تمه نه شي کیدی، ځکه چې دا د بیوروکراسۍ ترمنځ اړیکې او لیده کاته دي؛ خو اصل واک یا به داسې ووایم، چې د مسایلو د حل کیلۍ د سیاستوالو په لاس کې دي.

اصلي خبرې خو به اسلام اباد ته د هند د لومړي وزیر په احتمالي سفر کې کیږي.″


پاکستان چې له پخواني لوی هندوستانه تر بیلیدو راهیسې له ډهلي سره پخه دښمني لري او په دغه موده کې څو وارې سره ښکر په ښکر شوي؛ د کشمیر په ګډون ځینې نورې عمده مسلې د دوه اړخیزې دوستۍ پر وړاندې لوی خنډونه ګڼي.

هند او پاکستان که له یوې خوا د کشمیر پر موضوع له یوه بل سره په دښمنۍ کې ښکیل دي؛ نو له بله پلوه هندوستان پر پاکستان دا تور هم لګوي؛ چې نه یواځې په کشمیر بلکې د هندوستان په ګوټ ګوټ کې له ترهګرو سره مرسته کوي او د هندوستان کورني امنيت ته يې خطر پيښ کړی.

محمود شاه وايي، پاکستان هڅه کوي څو هند پر دې راضي کړي، چې په نړیواله کچه په دې لړ کې پر پاکستان د تورونو لګولو نه لاس واخلي؛ ځکه چې د هندي چارواکیو دغه ډول څرګندونې په نړیواله کچه د پاکستان باور له خطر سره مخ کوي:

″هند لویدیځو هیوادونو ته داسې معلومات ورکوي، چې ګواکې پاکستان په ډیری ترهګريزو چارو کې لاس لري پاکستان، چې دغې مسالې ډير ځپلی غواړي له هند سره خپلې اړیکې ورغوي.″

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی کرشنا به په خپل دغه درې ورځني سفر کې د کوربه هیواد د بهرنیو چارو له وزیرې حنا رباني کهر او د ورسره هئيت غړي به یې د اړوندو پاکستاني مقاماتو سره پر بیلابیلو مسایلو خبرې کوي.

پاکستاني مقامات وايي، دواړه لوري به د ویزې، سوداګریزو مسایلو او نورو ټولګټو پروژو په برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو غږیږي، خو ځينې باخبره سرچینې بیا وايي، چې دواړه لوري به اسلام اباد ته د هندي صدراعظم ډاکتر منموهن سنګهـ د احتمالي سفر، کشمیر او سیاچین په لانجمنو مسایلو هم خبرې کوي.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG