اکثرو لوېديځو ورځپاڼو په خپلو وروستيو ګڼو کې په افغانستان کې د افغان پوځيانو له بريدونو د بهرنيو همکارانو د ساتنې پر لارو چارو ليکنې خپرې کړې دي.
ټايمز:
د بريتانيا چاپ ټايمز ورځپاڼه ليکي، د دغسې حملو د مخنيوي لپاره په 35 کسانو کې چې غواړي د ملي پوليسو او اردو ليکو ته نوم ليکنه وکړي، د افغان چارواکو او بهرنيو روزونکو له خوا يو تن رد کېږي.
ورځپاڼې د يوه افغان چارواکي په حواله چې نوم يې نه دى اخيستل شوى؛ ليکلي، هره مياشت د هغو کسانو له ډلې چې نظامي ځواک ته يې نوم ليکنه کړې؛ د استخباراتو د تحقيقاتو او د دوى د رښتينې انګېزې د درک په نتيجه کې شپېته کسان رد کېږي.
ګارډين:
د بريتانيا چاپ بلې ورځپاڼې ګارډين په دې باب ليکلي، يوازې په اګست مياشت کې د افغان سرتېرو له خوا پر بهرنيو عسکرو 12 حملې شوي، چې په نتيجه کې يې 15 بهرني سرتېري وژل شوي دي.
ایتلافي ځواکونه وايي، چې زياتې دغه حملې له طالبانو سره اړيکې نه لري او په څېړنو کې معلومه شوې؛ چې د دغو حملو 25 فيصده له طالبانو سره مستقيم يا هم احتمالي اړيکي لري. په نورو پېښو کې نور مسايل مطرح دي.
والستريت ژورنال:
د امريکا چاپ والسټريت ژورنال ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې ليکلي، د افغانستان سيمه ييز پوليس او اردو چې د امريکايي او نورو بهرنيو روزونکو له خوا روزل کېږي، افغان لوري ته د مسووليتونو د انتقال د ستراتيژۍ مهمه برخه ګڼل کېږي او د دوى اکثريت د امن په ټينګښت کې مهم رول لري.
ورځپاڼه ليکي، د ناټو ځينې چارواکي په دغسې حملو کې د طالبانو ګډون بې اهميته ګڼي او په دې باور دي؛ چې د دغسې زياتو پېښو علت کلتوري توپيرونه او داخلي ستونزې دي.
د ورځپاڼې په باور که څه هم طالبان تل هڅه کوي دا څرګنده کړي چې دغه حملې د دوى له خوا شوي، خو داسې نه ده.
واشنګټن پوست:
د امريکا چاپ بلې ورځپاڼې واشنګټن پوست په خپله وروستۍ ګڼه کې همدې مسالې ته په اشاره ليکلي، افغان امنيتي ځواکونه او بهرني پوځي چارواکي د افغانستان د امنيتي ځواکونو ليکو ته د مشکوکو کسانو د ننوتلو مخنيوى، په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو د ساتنې لپاره يو موثر ګام ګڼي.
خو افغان لوري ته د امنيتي مسووليتونو انتقال ټکنى کوي او له افغانستانه د 2014م کال تر پايه د بهرنيو جنګي ځواکونو د وتلو ستراتيژي هم اغېزمنوي.