د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۳

له ولسمشر کرزي نه د بشري حقونو د څارنې غوښتنه


په امريکا کې د بشري حقونو يوې ډلې له افغان ولسمشره غوښتې دي، چې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمسيون لپاره دې خپلواک او تجربه کاره خلک وټاکي.

له تيرو نهو مياشتو راهيسې د دې کمسيون مشران له کاره ګوښه شوي دي. دا په تيرو څو ورځو کې دوهم ځل دی چې د بشري حقونو د څار ډلې له حامد کرزي سره دا انديښنه شريکه کړې ده.

په افغانستان کې بيا د بشري حقونو يو شمېر فعالان وايي، چې د خپلواک کمیسيون د غړيو په برخه کې يې څو ځله خپله انديښنه د رسنيو له لارې ولسمشر ته رسولې ده.

د افغانستان د بشري حقونو او چاپيريال ساتنې مشرعبدالرحمان هوتکي ازادي راډيو ته وويل، په داسې حال کې چې د افغانستان د بشري حقونو وضعيت خورا د انديښنې وړ دی، د ليندۍ له مياشتې راهيسې تر اوسه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسيون د کمشنرانو برخليک څرګند نه دي:

"د مدني ټولنې او د افغانستان د بشري حقونو د فعالانو وړانديز ښاغلي ولسمشر ته دا و، چې د خپلواک کمسيون لپاره دې نوي کمشنران وټاکل شي، خو تر اوسه نه يوازې دا چې نوي کمشنران نه دې ټاکل شوي، د پخوانيو کمشنرانو برخليک هم نه دی څرګند."

خو بل لورته د جمهوري رياست يوه چارواکي، چې د نوم له اخيستو ډډه وکړه ازادي راډيو ته وويل، ولسمشر کرزي په دې برخه کې بيا بيا له مدني ټولنو سره اړيکي نيولې دي او د مناسبو کسانو د نومونو لست هم برابر شوي دي.

دغه چارواکي زياته کړه، چې ولسې جرګې ته د وزيرانو د معرفي کولو په څير کارونو تر اوسه د خپلواک کمسيون د غړيو پيژندنه ځنډنۍ کړې ده.

عبدالرحمان هوتکي دا خبره نه مني، دي وايي:'

"هر ځل چې له جمهوري رياست سره په ارتباط کې شوې يوو، د ولسمشر ويندويانو ويلې دي، په دې برخه کې به ژر تر ژره پريکړه وشي."

په پاريس کې د بشري حقونو د کمسيونونو لپاره له جوړو شويو اصولو سره سم د دې کمسيونونو د مشرانو وړانديز بايد مدني ټولنه وکړي او ولسمشران يې تاييد کړي.

بل لورته د اسيا لپاره د بشري حقونو د څارنې د کمسيون د مسوول براډ اډمز په باور د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمسيون برخليک د مشرتابه د نشتوالي له امله څرګند نه دي او بايد افغان ولسمشر ژر تر ژره د دې غم وخوري، حامد کرزي ته پکار دي، چې څومره ژر کيدای شي خپلې ژمنې د بشري حقونو د خپلواک کمسيون په برخه کې پرځای کړي.
XS
SM
MD
LG