د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

پوهنې وزارت هڅه کوي، چې د بې سوادۍ کچه تر ۱۳۹۹پورې لمنځه یوسي


ټاکل شوې ده، د سواد د زده کړې نړېواله ورځ د وږي د میاشتې په اولسمه په ټوله نړۍ کې ونمانځل شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکو د پنجشنبې په ورځ د دې ورځې نمانځل اعلان کړل.


دوي وویل، په پام کې لري چې تر راتلونکو اتو کلونو پورې په هېواد کې بې سوادي په بشپړه توګه له منځه یوسي او که داسې ونه شوه، نو سطح به یي تر ډیره ځایه ټیټه کړي.

د دې وزارت ویاند امان اله ایمان وویل، هر کال د هېواد څه باندې نیم میلیون خلک د سواد د زده کړې له لنډ مهالو پروګرامونو څخه فارغیږي.

ده وویل، هڅې کیږي چې له دې وروسته به دغه شمېره هرکال یو میلیون ته ورسوي:

«له تیرولسو کلونو راهیسې د پوهنې په نظام کې د پام وړ پرمختګ شوی او هڅې روانې دي د ښوونځیو د پراختیا ترڅنګ د بې سوادي د ورکولو لپاره هم پرواګرامو پراخ شي.

تر اوسه د دولسو میلیونو بیسوادو هېوادوالو څخه موږ څلور میلیونه باسواده کړي او دا لړۍ به تر هغې روانه وي چې ټول هېوادوال باسواده شي.»

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې نړېواله ټولنه د سواد د زده کړې پروګرام د پراختیا لپاره له دې وزارت سره هر کال څلور میلیونه ډالره مرسته کوي.

کار پوهان وایي، د اتو کلونو په موده کې له ټول هېواد څخه د بې سوادي د لمنې ټولول ګران کار دی.

حبیب اله رفیع ازادۍ رادیو ته وویل، کلونه کلونه پکار دی چې د هېواد ټول خلک لیک لوستی شي.

دی وایي، په دې سکتور کې د فساد شتون یو له هغو لاملونو څخه دی چې دا لړۍ ټکنۍ کولای شي:

«د پوهنې پراختیا او د بې سوادو باسواده کول یوازې کمیت پورې اړه نه لري، دا پروګرام وسایل او لوازم هم غواړي، اوس چې وینو ستونزې او نیمګړتیاوې زیاتې دي او باید دا نیمګړتیاوې پوره شي.

د دې پوره هم وخت غواړي او زه فکر نه کوم چې تر راتلونکو اتو کلونو پورې به ټول خلک باسواده شي.»

خلک وایي، که د سواد زده کړې ته لازمه پاملرنه ونشي، خلک به اوږده موده د ژوند له یوه ارزښتناک نعمته بې برخی پاتې شي.

ځیني بیا، بې سوادي په هېواد کې د دیرش کلنو جنګونو میراث ګڼي:

«د افغانانو د بدبختی علت بې سوادي ده، د جنګ علتونه هم همدا ناپوهي او بې سوادي ده، هیله ده د پوهنې وزارت دې ستونزې ته پراخ پروګرامونه ترتیب او عملي کړي.»

سره له دې چې د پوهنې وزارت په هېواد کې د پوهنې د پراختیا خبرې کوي، خو دا هم ویل کیږي چې دې وزارت په تیرو لسو کلونو کې د دې پروګرامونو پلي کېدو ته د قناعت وړ هڅې نه دي کړي.

راپور: خان محمد، سیند
XS
SM
MD
LG