د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۵

"د طالب مشرانو د مصئونیت په اړه یو لړ موافقې شوي"


د افغانستان د سولې د عالي شورا مسئولین وايي، د اسلام اباد په وروستۍ غونډه کې په هغو تدابیرو موافقه شوې، چې که د طالبانو کوم مشر یا مشران مذاکراتو ته حاضریږي، د هغوي باید بشپړ مصئونیت تامین شي.

له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکې کې د سولې د عالي شورا غړي او د نړېوالو اړیکو سلاکار محمد اسمعیل قاسمیار د دغو تدابیرو په اړه ډیر جزیات ورنه کړل.

خو هغه وویل، په دې موافقه شوې چې د وسلوالو مخالفینو هغه مشران چې مذاکرات کول غواړي، د مذاکراتو لپاره یوه مصئونه لار په مخ کې ولري:

"ضروري دا ده، په هغو کسانو وضع شوي بندیزونه چې مذاکراتو ته حاضريږي، باید لرې شي.

په دې کې د طالبانو مشرتابه شامله ده، هغه ځای ته چې مذاکرات په کې ترسره کیږي، د هغوي مصئون تګ راتګ، د هغوي په وړاندې د ګواښ نه موجودیت.

په دې اړه د راتلونکي لپاره چې د سولې عالي شورا هلته (یعنې اسلام اباد ته ) سفر کوي، په تدابیرو موافقې شوي دي."


قاسمیار زیاته کړه، چې په اسلام اباد کې د تیرې چهارشنبې د ورځې غونډه د محور په نامه د افغانستان، امریکا او پاکستان د چارواکو د یوې ډلې دوره یي ناسته وه.

قاسمیار وویل، چې په دې غونډه کې د سولې د عالي شورا استازي هم ګډون کړی و او په هغې کې شوې موافقې به اسلام اباد ته د سولې د عالي شورا د پلاوي په راتلونکی سفر کې هم تعقیب شي.

نوموړي وویل، چې په دې غونډه کې درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو نه په ټیټه کچه چارواکو ګډون کړی و او له سولې سربیره په کې د امنیت او ځینو نورو اړوندو مسایلو هم خبرې په کې وشوې.

بل خوا امریکايي چارواکو دغه غونډه مثبته بللې.

نړېوالو اژانسونو د نوم د نه خپریدو په شرط د یوه امریکايي چارواکو له قوله لیکلي، د درې واړو هېوادونو یوه کاري ډله به په دې کار کوي، چې د طالبانو کومو مشرانو ته بايد لاره ورکړل شي، د هغوي امنيت خوندي شي او د ويزې په څير ستونزې يې هوارې شي.

یو شمېر افغان کتوونکي دغې غونډې ته په کتو سره وايي، داسې ښکاري چې د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان په سیاست کې بدلون راغلی.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې په اړه افغان، پاکستانیو او امریکايي چارواکي په داسې حال کې غونډه کړې، چې طالبانو تر اوسه په قطر کې له امریکايي چارواکو سره د خبرو له سره پیلولو ته چمتوالی نه دی ښودلی.

په عین حال کې په پام کې ده چې د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوي اسلام اباد ته سفر وکړي.
XS
SM
MD
LG