د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۴ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۵۵

د نورستان د استناف څارنوالۍ رئیس له طالبانو سره هم دنده درلوده


د نورستان چارواکي وايي، چې تیره شپه يي یو تن مولوي ګل محمد چې هم په نورستان کې د استناف څارنوالۍ رئیس او په کونړ نورستان کې د طالبانو قاضي و، د خپلو نورو څلورو ملګرو سره یو ځای د واما ولسوالۍ اړونده سیمه کې نیول شوی دی.

د نورستان د والي ویاند ویاند محمد زرین په تیلیفون ازادۍ رادیو ته وویل، چې تیره شپه د لسو بجو په شاوخوا کې د دغه ولایت ملي پولیسو د واما ولسوالۍ کې مولوي ګل محمد چې فعلا د نورستان د استناف څارنوالۍ رئیس او هم په کونړ او نورستان کې د طالبانو قاضي و:

"مولوي ګل محمد چې په عیني وخت کې د نورستان د مرافع څارنوالۍ رئیس او په کونړ او نورستان کې د طالبانو قاضي و.

مولوي نورمحمد سره چې د طالبانو مالي مسول، د دریو پاکستانیو طالبانو سره یوځای تیره شپه پولیسو د واما ولسوالۍ کې نیول شوی دی."


زرین وايي، مولوي ګل محمد او ملګري يي له واما ولسوالۍ څخه د کانتیوا درې ته روان و، چې په لاره کې ونیول شول.

هغه وايي، د الا تر اوسه نه ده معلومه چې مولوي ګل محمد د طالبانو څومره او کومې دوسيي څیړلي او د ده په حکم څومره کسانو ته سزاوې ورکړل شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په نورستان کې د دولتي مسولینو د یادې دعوې په څه نه دي ویلي، خو ډیری وختونه چې حکومت دغه ډول دعوی کړې طالبانو رد کړي دي.
XS
SM
MD
LG