د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د افغانستان مساله ملګري ملتونه څيړي


جرمني د ملګرو ملتو د امنيت شورا د غير دايمي غړي په توګه وړانديز کړی دی، چې نژدې دوې اونۍ وروسته د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي.

د جرمني تر دې اعلان يوه ورځ مخکې د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګودو ويسترو ويلي، په برلين کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزيرې حنا رباني کر سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي او د جرمني د بهرنيو چارو وزير تر خبرو وروسته وويل، د پاکستان له همکارۍ پرته د افغانستان د موجوده ستونزو حل ستونزمن دي:

"پاکستان د سيمې په ثبات کې يو پريکنده رول لري، موږ پوهيږو، چې له پاکستان پرته د افغانستان د ستونزو حل لاره نه ترسترګو کيږي."

د ملګرو ملتو د غونډې په اړه بيا په ملګرو ملتو کې د جرمني سفير وويل، د سپتمير په شلمه به په امنيت شورا کې يو ځانګړي بحث د افغانستان په اړه جوړ شي.

پيتر ويتينګ وويل، په دې غونډې کې به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مسالې خبرې وشي او افغان حکومت ته به د بشپړ واک د سپارلو موضوع وڅيړل شي.

ټاکل شوې ده، چې د دوه زره څوارلسم ميلادي کال تر پايه بهرني محارب پوځيان له افغانستانه ووځي او تر هغه دمه به د افغانستان امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

جرمني له امريکا او بريتانيا وروسته دريم هېواد دی، چې په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې ډير پوځيان لري.

د جرمني اوسمهال تر څلور زره ډير عسکر په افغانستان کې ديره دي، چې زیاتره يې د افغانستان په شمال ختیځ کې اوسي.

له دې ډلې څخه ټاکل شوې ده چې پنځه سوه راروان ميلادي کال خپل هېواد ته ستانه شي.

د طالبانو د رژيم له ماتې وروسته جرمني د افغانستان په سياسي بهير کې ډيره پراخه ونډه لرلې ده، د بن په غونډې کې د افغانستان د اوسني نظام بنسټ کيښودل شو.
XS
SM
MD
LG