د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۵۹

امريکا پر حقاني شبکې فشار زيات کړی


د حقاني شبکې په برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ته د کانګرس ضرب الاجل په لنډ وخت کې پايته رسيږي او يو شمېر امريکايي چارواکي وايي، چې دا شبکه به په تروریستي لست کې شامله شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د حقاني شبکې يو شمېر غړي مخکې لا په تروریستي لست کې شامل کړې دي.

يوه امريکايي چارواکي وويل، متحد ايالتونو پر دغې شبکې چې ويل کيږي پاکستان يې ملاتړ کوي فشار زيات کړي دي.

په تروریستي لست کې د دې شبکې د شاملولو لپاره د کانګرس له لوري ټاکلي ضرب الاجل هم په څو ورځو کې پايته رسيږي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت سرپرست مرستيال وياند پټريک وينټرل خبريالانو ته په واشنګتن کې وويل، له ډيرې مودې راهيسې موږ دا څرګنده کړې وه، چې د امريکا تګ لاره دا ده چې د حقاني پر شبکې فشار راوړو او دا فشار چې اوس واضح شوي دي دوه اړخيزه دي، يو بنديزونه دي بل پوځي فشار دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن هم ويلې دي، چې دا د کانګرس وړانديزڅيړي چې په ترورستي لست کې د حقاني د شبکې د شاملولو لپاره يې د بهرنيو چارو وزارت ته سپارلي دي. د دې وړانديز لپاره يکشنبې اخره ورځ ده.

د کانګرس يو شمېر غړيو پر هيلري کلنټن فشار راوستي دي، چې حقاني شبکه په تروریستي لست کې شامله کړي، خو بل لور ته د کانګرس ځينو غړيو ويلې دي چې دا ډول پريکړه به د واشنګتن او اسلام اباد پر اړيکو چې هسې هم ډير کلک نه دي، ناوړه اغيز وکړي.
امريکايي چارواکي په افغانستان کې د يو شمېر خونړيو پيښو مسووله حقاني شبکه ګڼي، لکه په جون مياشت کې چې په قرغې کې بريد وشو او يا تيرکال په کابل کې د امريکا پر سفارت ډزې وشوې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن تيره اونۍ د کوک ټاپوګانو د سفر پر مهال دا څرګنده نه کړه، چې د حقاني شبکه به په تروریستي لست کې شاملوي، خو دا يې وويل، چې متحد ايالتونو پر دې ډلې پرله پسې فشار راوستي دي.

دې وويل، دا د ايساف له متحدانو سره د امريکا د پوځ هڅه ده، چې د حقاني شبکه تر فشار لاندې وي. هيلري کلنټن دا هم وويل چې د حقاني شبکې د منابعو مخه نيسو، د هغوي وسله وال او جاسوسان په نښه کوو او پر پاکستان مو هم فشار راوستي دي چې په دې برخه کې خپلې هڅې وکړي.
XS
SM
MD
LG