د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

پاکستاني ملیشې نورستان ته راننوتي دي


د نورستان ولایت سیمه ییز چارواکي، د دې ولایت د کامدیش او برګ مټال په ولسوالیو کې د پاکستاني ملېشو شتون اندیښمن کړي دي.

د نورستان والي تمیم نورستاني د چهارشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، پاکستاني ملیشې غواړي، چې په سیمه کې د وسله والو طالبانو ځیني ډلې ځای پرځای کړي.

د سیمي اوسیدونکي هم وایي، چې د کامدیش او برګ مټال د ولسوالیو امنیت ډاډمن نه دی.

د دفاع وزارت چارواکي په دغو سرحدي سیمو کې د ناامنیو ستونزه مني، خو وایي چې د دښمن هر ډول خوځښت به په کې وځپي.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG