د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

صالحي: ایران د سولې له پروسې سره همکارۍ ته چمتو دی


که څه هم ایران کله ناکله د لویدیځ او ځینو افغان حکومتي چارواکو له خوا په افغانستان کې نا امنیو ته په لمن وهلو تورنیږي، خو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي ایران تیار دی چې په افغانستان کې د سولې په برخه کې همکاري وکړی.

علي اکبر صالحي وایي، چې ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې هڅه نکوي خو د افغان دولت او افغانانو د غوښتنې په صورت کې چمتو دی چې د سولې له پروسې سره هر راز همکاري وکړي.

ښاغلي صالحي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که له ایران څخه وغوښتل شي چې د وسله والو مخالفانو لپاره دفتر پرانیزي داسې وویل:

"د طالبانو لپاره دفتر که د افغانستان په کورني امنیت پورې تړلې موضوع وي نو تاسو باور وکړﺉ چې موږ له خپلو افغاني ملګرو سره په هماهنګۍ عمل کوو.

هر هغه څه چې د افغانستان د دولت او افغانانو په مصلحت وي موږ هم چې څومره وکولای شو په افغانستان کې د سولې د راوستو په برخه کې ګامونه اخلو."


علي اکبر صالحي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او ایران د ګډ کمیسیون د څلورمې غونډې په پای له خپل افغان سیال ډاکټر زلمي رسول سره وکړې.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه د دواړو هېوادونو استازو د سوداګرۍ پر پراختیا، پانګونې، انرژۍ، کانونو او داسې نورو اقتصادي مسایلو خبرې وکړې.

سره له دې چې ایران په افغانستان کې په ځانګړي توګه د دې هېواد په لویدیځو هېوادونو کې د نا امنیو پر زیاتولو تورن دی د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر دا تورونه په ټینګه ردوي او وایي، که په افغانستان کې ثبات نه وي، د ایران په ګډون ګاونډي هېوادونه هم زیانمن کیږي.

بل لور ته د افغانستان د سولې عالی شورا د سیمې د هېوادونو په ځانګړي توګه د پاکستان او ایران په څیر د دې هېواد د ګاونډیو هېواودونو رښتینې همکاري د سولې په برخه کې مهمه بولي.

د دې شورا د بهرنیو اړیکو سلا کار محمد اسماعیل قاسمیار په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"د ګاونډیو هېوادونو همکاري موږ سره د دایمي سولې د راوستلو په برخه کې ډیره مرسته کوي او د دوي مرسته ډیره مهمه هم ده.

موږ د خپلو ګاونډیانو رښتینې همکارۍ او د هغوي له خوا د اسانتیاوو برابرولو ته د قدر په سترګه ګورو."


افغان حکومت له څو کلونو راهیسې هڅه کوي، چې خپل وسله وال مخالفان د خبرو اترو لپاره چمتو کړي، خو لا تراوسه دې هلو ځلو نتیجه نه ده ورکړې.

افغان چارواکي وایي، چې په دې برخه کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو هر راز همکارۍ ګټوره ده او دوي ورته په ښه سترګه ګوري.

خو ویل کیږي، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه په ځانګړی توګه ایران او پاکستان له کړیو ژمنو سره سره لا تر اوسه له افغانستان سره د سولې د خبرو اترو په برخه کې رښیتنې همکاري نه ده کړې.
XS
SM
MD
LG