د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

هند او چین په خپله کې ګډ پوځي تمرینات له سره پیل کړي


په داسې حال کې، چې د جنوبي چین سمندر د ملکیت لانجې سیمه ایزې اړیکې زیانمنې کړي، د بیجنګ او نوي ډهلي ترمنځ د ګډو پوځي دا موافقه د اسیا د دغو دوو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ګرمیدو نښه بلل کیږي.

که څه هم د دغو ګډو پوځي تمریناتو لپاره لا کومه نیټه نه ده اعلان شوې، خو دواړو پوځي مشرانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نږدې پوځي اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور او دوستانه اړیکې پراخوي.

هند او چین په ۱۹۶۲ میلادي کال کې له یوې سرحدي جګړې وروسته، د سیمو د ملک پر سر د حل نه شویو لانجو او د دې لوی وچې د رهبرۍ د سیالۍ له کبله کړکیچنې اړیکې لري.

دوي خپلو اقتصادونو او ستر نفوس ته د انرژۍ د منابعو د برابرولو لپاره هم په خپله کې سیالۍ کوي.

خو تحلیل کوونکي وایې، چې بیجنګ غواړي په دې لنډو خبرو کې له هند څخه وغواړي، چې د جنوبي چین د سمندر له لانجې ځان بهر وساتي.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس لیکي، چې چین هند خبرداره کړې، چې هغه څه ودروي، چې بیجنګ یې د هند د تیلو او ګازو د دولتي شرکت او ویټنام ترمنځ غیر قانوني پروژه بولي.

په دې پروژه کې په لانجمنو اوبو کې هایډرو کاربون لټول کیږي، خو ویټنام وایې، چې دا کار یې د خپل ملکیت په اوبو کې کیږي.

بیجنګ د امریکا له خوا ترمخ په زیاتیدونکي فشار لاندې دې، چې له سیمه ایزو اصولو سره موافقه وکړي، څو د جنوبي چین په سمندر کې د یوې شخړې خطر کم شي.

بیجنګ د جنوبي چین د سمندر د ملکیت پر سر له ویټنام، فلیپین، مالیزیا، ټایوان او بروني سره په شخړه کې دې.

د جامعه ملیه د پوهنتون د نړېوالو چارو پروفیسر سوجیت داتا وویل، چې هند کولای شي، چې بیجنګ د سیمو د ملکیت پر سر په لانجو کې د خپل چلند نرمولو ته راضي کړي.

د دواړو هیوادونو د دفاع وزیرانو هم په خپلو خبرو کې د همالیه په سیمه کې د سرحدي لانجې د هواري لپاره، چې په ۱۹۶۲ کې د لنډې جګړې سبب هم شوې، شوي پرمختګونه وڅیړل.

ددې لانجې د غوڅولو لپاره تراوسه پورې د دواړو خواو ترمنځ د خبرو پنځلس پړاوونه ترسره شوي، خو لږ پرمختګ شوې دې.
XS
SM
MD
LG