د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۰۹

ننګرهار: په يوې جنازه کې چاودنې ۹۹تنه مړه او ټپیان کړل


د ننګرهار د دور بابا په ولسوالۍ کې د شوي ځانمرګي برید له امله د مړو او ټپيانو شمېر 99 تنو ته ورسید.

دغه ځانمرګي برید تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د يادې ولسوالۍ د تورلاله په هدیره کې د يوه قومي سپين ږيري د جنازې د مراسمو پر مهال شوی.

د دوربابا ولسوال هميشه ګل چې په خپله هم په شوي ځانمرګي بريد کې ټپي شوی ازداۍ راډیو سره په خبرو کې وويل، چې په دغه پيښه کې ٢٥ کسان وژل شوي چې اتلس يې همدې ولسوالۍ استوګن او پاتې نور يې له نورو سيمو څخه د جنازې په موخه راغلي کسان دي.

دی وايي، د وژل شويو په ډله کې يې مشر زوی او په ټپيانو کې يې ورور شامل دی چې په خبره يې ټپونه يې ژور دي:

"په وژل شویو کې زما زوی دی او ورور مې ټپي شوی دی، خو کسان ډیر زیات وژل شوي دي، ځکه دې جنازې له غني خیلو او نورو سیمو نه خلک راغلي وو، د هرې سیمې خلک په کې وژل شوي نو ډير زیات دي خو دقیقه نه ده معلومه."

د ولسوال په خبره اوس د مړو دقیقه شمېره ځکه نه ده معلومه، چې جنازې ته له نیږدې سیمو او نورو ولسوالیو نه هم ډير خلک ورغلي وو، د ده په خبره د پېښې پر مهال، په چاودنه کې څوک مړه شوي هماغه وخت سره خلکو خپلو سیمو ته وړي دي.

همېشه ګل وايي، د مړو شمېر شاید تر سلو هم واوړي.

په همدې حال کې د ننګرهار روغتيايي چارواکي د ټپي شويو کسانو د شمېر د زياتوالي خبره کوي او په وينا يي په ټپيانو کې هم دوو تنو خپل ژوندله لاسه ورکړي.

په جلال اباد کې د مرکزي روغتون مشر ډاکټر همايون زهير وايي، چې د پيښې له سيمي دوي ته ټول ٧٤ ټپيان ور وړل شوي.

دی وايي، ټولو ټپيانو ته پر وخت روغتيايي اسانتياوې برابرې کړي، چې په خبره يې اوس د ډيرو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی:

"ټول څه باندې اویا کسان روغتون ته راوړل شوي، چې د ټپيانو درملنه راونه ده او ځيني کسان، چې روغتيايي حالت يي ښه دی له درملنې وروسه به رخصت شي."

د سيمې د خلکو په خبره دغې جنازې ته د همدې ولسوالی سربیره له له نورو سیمو هم په سلګونو خلک ورغلي وو،چې پرې ځانمرګی وشو.

تر دې دمه ددې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې، په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو سره په ټیليفوني خبرو کې وویل، چې په دې پېښه کې هیڅ وسله وال طالب لاس نه لري.
XS
SM
MD
LG