د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې چارواکي وایي، د کابل ښار د اوبو د ککړېدو لاملونه، په ښار کې د نفوسو زیاتوالی، د ساختماني چارو پراختیا او له اوبو څخه ناوړه ګټه اخیستنه ده.
د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال غلام محمد ملکيار د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ چې که په کابل ښار کې د اوبو چارو ته مسلکي پاملرنه ونه شي د ښار اوسیدونکي به د اوبو او چاپیریال د لا ککړتیا له ستونزو سره مخ شي:
"ښکاري موږ په کابل ښار کې د اوبو د زیرمو منابع له لاسه ورکوو، ځکه چې د ودانولو چارې مخ په پراخیدو او دا زیرمې یې له خطر سره مخ کړي دي؛ که دې مسالې سره مسلکي چلند، ونه شي امکان لري، چې ترپنځو کلونو پورې د دې ښار د اوبو زیرمې کمې شي."
ملکيار وویل، په کابل ښارکې بې پلانه ودانیو د کانالیزاسیون، اوبو رسولو او د اوبوله زیرمو څخه د مسلکي ګټې اخیستنې چارې ټکنۍ کړي دي.
بل خوا کابل ښاروالۍ د اوبو او چاپیریال ساتنې لپاره د یولړ تدابیرو خبر ورکوي.
د کابل ښاروالۍ مرستیال انجینیر محمد اکرم وایي، ټاکل شوې ده، په نږدې راتلونکي کې د کابل ښار د کانالیزاسیون، اوبو او چاپیریال ساتنې په هکله د میلاد کابل تر نامه لاندې یو علمي سیمینار جوړ شي.
ده وویل، په یاد سیمینار کې به د چارو متخصصین پر شته ستونزو بحث وکړي او د حل لارې به یې په ګوته کړي:
"هغه څه چې د کابل د میلاد په دریم علمي او څیړنیز سیمینار کې به پرې بحث وشي؛ هغه به د کابل ښار د کانالیزاسیون، اوبو، هوا او چاپیریال موضوعګانې وي او د جمهور ريیس د فرمان سره به ورته عملي پروګرامونه ترتیب شي."
په کابل ښار کې د ژورو او غیرمسلکې څاګانو کيندل بله مساله ده؛ چې د اوبو پر زیرمو یې اغیز کړی دی.
خلک وایي، ککړو اوبو او چاپیریال د دوی روغتیا له ګواښ سره مخ کړې ده.
د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره که له یوې خوا له سکتوري وزارتونو غواړي؛ چې په خپلو پرمختیایي پرواګرامونو کې دې د اوبو او چاپیریال ساتنې ته پاملرنه وکړي؛ له خلکو هم غواړي، چې د اوبو او چاپیریال په ساتنه کې له دوی سره مرسته وکړي.
راپور: خان محمد سنید