د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

د غزني چارواکي وايي، ګڼ شمېر طالب وسله وال مو وژلي


د غزني ولايت دولتي چارواکي وايي ، له تېرې شپې راهیسې يې د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي دي، چې تر اوسه پورې په کې نهه تنه وسله وال وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

د چارواکيو په خبره وژل شوي او ټپي شوي ټول کسان د ملا تراب په نامه د طالبانو د يو جنګيره قومندان جنګيالي وو .

د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون وايي، چې په دې سربېره افغان امنيتي چارواکيو تېره شپه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم عمليات کړي دي، چې په پايله کې يې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي:

"دغه علميات تېره شپه ګيرو ولسوالۍ کې شوي دي، چې د ملا تراب د ډلې نهه تنه په کې وژل شوي او درې نور يي ټپيان شوي دي او په اندړو کې هم افغان ځواکونو عمليات کړي دي چې دوه تنه طالبان يې په کې وژلي دي."

بله خوا بيا تېره شپه د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې په يو کور د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله يو ماشوم وژل شوی او يو بل ژوبل دي.

دې ته ورته تېره ورځ د غزني د مقر ولسوالۍ په بازار وسله والو طالبانو توغندي ويشتي، چې په کې درې تنه عام وګړي وژل شوي او څلور نور ژوبل شوو.

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو د يوې پېښې په اړه هم څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې به د غزني پر ښار وسله والو طالبانو د غزني د والي موسي خان اکبر زاده په خوښه توغندي را ويشتل، چې عامو وګړو ته به يې مرګ ژوبله اوښته.

د غزني والي منلې ده، چې وسله والو طالبانو ته يې ويلي وو، چې پر غزني ښار دې څو توغندي وولي.
XS
SM
MD
LG