د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۰:۲۵

د اربکیو لخوا په عامو خلکو وروستۍ حملې خلک اندېښمن کړي


د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د اربکیو له خوا په عامو خلکو وروستیو حملو خلک د خپل امنیت په اړه اندیښمن کړي.

د عامو افغانانو دا اندیښنه ښایي تر یوه حده ځکه سمه وي، چې په وروستیو پیښو کې ولیدل شول، چې دا حکومت پلوه ملیشې د خپلو وژل شویو کسانو د غچ اخیستلو په هڅه کې د هیچا پروا نه ساتي.

په کندز او ارزګان کې په دوو ورته پیښو کې د دغو ملیشو قومندانانو په لسګونو ملیکان ووژل شول.

د حکومت پلوه ملیشو له خوا د عامه خلکو د وژنې وروستۍ پیښه د یکشنبې په ورځ د کندز په لوی کنم کلي کې رامنځ ته شوه، چې په کې پنځلس کسه کلیوال ووژل شول.

په دې حمله کې، چې د عیني شاهدانو په وینا سهار وختي پیل شوه تر دیرشو پورې وسله وال ښکیل وو او په خلکو یې ړندې ډزې کولې.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې پیښه کې د ښکیلو کسانو د نیولو لپاره یې په سیمه کې عملیات پیل کړي، خو ځایې اوسیدونکي وایې، چې حمله کوونکي لا هم ازاد ګرځي.

له بل لوري تیره میاشت د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د عامه خلکو په وژنه کې ښکیل قومندان رضایې هم لا سپین باز ګرځي او نیول شوي نه دي.

په کندز کې د سولې د عالي شورا د ولایتي کمیټې مشر اسداله عمر خیل بیا وایې، چې دا ملیشې، چې د امنیت د ټینګښت په هدف جوړې شوي، له ډیره وخته د خلکو، مخورو په وژنه کې ښکیلې دي.

د ښاغلي عمر خیل د معلوماتو له مخې دغو ملیشو په تیرو څو کلونو کې یوازې په خان اباد ولسوالۍ کې یو سل او تیا کسان وژلي او په کنم کلي کې له وروستۍ وژنې سره په دې سیمه کې هم د وژل شویو کسانو شمېر څلویښتو ته رسیږي.

په ولسي جرګه کې د کندز ولایت استازې فاطمیه عزیز وویل، چې دوي له ډیره وخته په داسې ډلو د وسلو له ویشلو سره مخالف وو او د همداسې یو حالت د رامنځ ته کیدو ویره یې درلودله:

(موږ خو له ډیره وخته خپل غږ پورته کړې، چې په غیر مسؤله وسله والو کسانو د وسلو له ویشلو سره مخالف یو، مونږ همدا ورځ ژړله.

په کندز کې دا نوې پیښه نده په لسګونو ځلې د کندز په کلیو او بانډو کې دا ډول پیښې رامنځ ته شوي.

د غیر قانوني وسلو د موجودیت له کبله د خلکو په ناموس تیرې شوې دې.)

ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ پریکړه وکړه، چې د کندز د پیښې د څیړلو لپاره یو پلاوې سیمې ته واستوي، څو حقایق په سمه توګه معلوم کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یو رپورټ کې لیکلي، چې ددې ملیشو مشران په افغان حکومت کې د هغو کسانو ملاتړ لري، چې پخوا قومندانان وو او اوس په جګو پوسټونو کې کار کوي.

بل لور ته د پولیسو ځینې افسران دا انتقاد کوي، چې دغه ملیشې د امریکا د ځانګړو عملیاتي ځواکونو له ملاتړه هم برخمنې دي او همدا وجه ده، چې دوی یی په وړاندې څه نشي کولای.

خو د امریکا پوځ بیا دا تورونه رد کړي او ویلي، چې دوی یوازې هغه مهال دغو ملیشو ته روزنه ورکوي، چې په محلي پولیسو کې د جلب او جذب لپاره په رسمي پروګرامونو کې ښکیل وي.
XS
SM
MD
LG