د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

"په ولسي پاڅونونو کې هېڅ ډول استخباراتي کړۍ لاس نه لري"


د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون وایي، چې د هیواد امنیتي چارواکو د وروستیو پاڅونونو په اړه ډاډ ورکړی او ورته ویلي یې دي؛ چې په دغو پاڅونونو کې هیڅ ډول استخبارتي کړۍ لاس نه لري.

وروسته له دې چې د هېواد له بیلابیلو سیمو څخه د وسله والو طالبانو په وړاندې د ولسي پاڅون راپورونه خپاره شول؛ د ملي شورا یو شمېر غړو د دغو پاڅونونو پر عواقبو جدي اندیښنې وښودې.

د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو شمیر غړو دا ویره وښوده؛ چې ممکن د دغو پاڅونونو ترشا د سیمې استخبارات لاس ولري او د وخت په تیریدو سره به په یوه بل دولت ضد پياوړي وسله وال ځواک بدل شي.

خو د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون وایي، چې د هیواد امنیتي او استخباراتي چارواکو په دې اړه پوره ډاډ ورکړی او ویلي یې دي؛ چې هیڅ یوه کړۍ یا ډله هم د دغو پاڅونونو ترشا لاس نه لري.

د دغه کمیسیون یوه غړي اقبال صافي د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته خپل راپور وړاندې کړ او د امنیتي او استخباراتي چارواکو له قوله یې وویل:

"امنیتي چارواکو په ځانګړې توګه د ملي امنیت رییس د کورني امنیت کمیسیون ته ډاډ ورکړ؛ چې دغه پاڅونونو په بشپړډول د خلکو پاڅونونه دي، په دې پاڅونونو کې نه د هیواد او نه هم د سیمې استخبارات لاس لري.

خلکو د دې لپاره پاڅونونه پیل کړي، چې زامن یې زده کړې وکړي او خپله راتلونکې جوړه کړي.

د دې هدف لپاره د سیمې مشران، ځوانان او جهادي قومندانان راټول شوي او پریکړه یې کړې؛ چې په دغو پاڅونونو کې برخه واخلي."

له غزني وروسته له کندهار، ننګرهار، بادغیس، کونړ، فاریاب، غور، لوګر ولایتونو له یو شمیر سیمو څخه هم د پاڅونونو راپورونه ورکړل شول؛ چې په ولسي جرګه کې یې د خلکو استازي اندیښمن کړل.

د وکیلانو یوه اساسي اندیښنه دا وه، چې پاڅون کوونکو ته څوک وسلې او تجهیزات ورکوي؟ خو خپله پاڅون کوونکي او امنیتي چارواکي وایي، چې دوی د خپلو کورنو پخوانۍ وسلې را اخیستي دي.

یو شمیر نور وکیلان هم د دغو پاڅونونو ملاتړ کوي؛ خو وایي، په ځینو سرحدي سیمو کې له دغو پاڅونونو څخه د ګاونډیو هیوادونو استخبارات ناوړه ګټه اخیستلای شي.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو او ځمکنۍ بشپړتیا د کمیسیون مشر همایون همایون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه خپله له هغو پاڅونونو څخه چې د پاکستان او د طالبانو په ضد دي؛ ملاتړ کوم او زه پوییږم، چې خلک پوزې ته رسېدلي دي او دا پاڅونونه به کیږي، دا چې په کونړ او نورو منطقو کې پاڅونونه پیل شوي او موږ داسې فکر کوو، چې استخباراتي بڼه به ولري، زه فکر کوم، چې هلته په رښتیا هم د پاکستان لاسونه شته او د تشویش وړ خبره ده."

د هیواد د بیلابیلو برخو پاڅون کوونکو ازادي راډیو ته ویلي؛ چې دوی دغه پاڅون د ځان او خپلې سیمې د دفاع په خاطر پیل کړی او امنیتي کارکوونکي ورسره همکاري نه کوي.

خو وسله والو طالبانو تل په خپلو خبرپاڼو کې دغه پاڅون کوونکي حکومت پلوه ملیشې او اربکیان یاد کړي دي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG