د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

د چک صدراعظم په افغانستان کې له خپلو عسکرو سره وکتل


د چک جمهوریت صدراعظم پيتر نیچاس او د دې هېواد د پوځ لوی درستېز پیتر پاول په افغانستان کې له خپلو عسکرو سره وکتل.

دا افغانستان ته د چک د صدراعظم لومړی سفر و.


ښاغلي نیچاس او پاول په داسې وخت کې افغانستان ته سفر وکړ، چې د شنبې په ورځ په میدان وردک ولایت کې یوې پوځي اډې ته نږدې د موټر بم چاودنه وشوه، چې له امله یي ۱۲ کسان مړه او یو شمېر پوځي وسایل په کې ویجاړ شول.

د پیښې په ځای کې یو چکي عسکر هم ولاړ و، خو زیان ورته نه دی اوښتی.

د چک جمهوریت په افغانستان کې شاوخوا پنځه سوه عسکر لري او د ناتو د ماموریت په چوکاټ کې خدمت کوي.

ټاکل شوې چې د چک جمهوریت پوځي ماموریت د ۲۰۱۴ کال ډسمبر میاشت کې پای ته ورسیږي.

د چک صدراعظم پیتر نیچاس په لوګر ولایت کې د خپل هېواد د ولایتي بیا رغاونې له ټیم سره وکتل او دا ټیم به د ۲۰۱۳ کال په مارچ میاشت کې له افغانستان څخه ووځې.

ښاغلي نیچاس په میدان وردګ ولایت کې له بمي چاودنې وروسته خبریالانو ته وویل، دا ماته د دې خبرې پخلی کوي، چې په افغانستان کې د امنیت ثبات څومره مهم دی.

په افغانستان کې د چک ځواکونو قوماندان مارتین بوتیک وویل، موږ بیا هم نیک مرغه وو. موږ د صدراعظم او لوي درستېز راتلو ته منظر وو، چې په میدان وردګ ولایت کې چاودنه وشوه، د دوي کتنې زمونږ ژوند وژغوره.

د قوماندان بوتیک په وینا، په عادي وخت کې د میدان وردګ په پوځې اډې کې شاوخوا ۱۲ چکې عسکر دېره وي.

د دې چاودنې غږ د پیښې د ځاي په شل کیلومیترۍ کې هم وارویدل شو. د چک صدراعظم او لوي درستېز له خپلو عسکرو سره په لوګر ولایت کې وکتل.

د چک صدراعظم پیتر نیچاس پدي باور دی چې د افغان او آیساف ځواکونو تر منځ همکاري به په افغانستان کې امنیت ښه کړي.

ده دا هم ومنله چې د ۲۰۱۴ م کال ترپایه او افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو تر وخته به ننګونې یا چېلنجونه په مخکې وې.
د چک صدراعظم او لوي درستېز د شنبې په ورځ د آیساف له مرستیال انګلیس جنرال ایدرین برادشا سره هم د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې وکړې.
XS
SM
MD
LG