د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

د ناټو روزونکو د افغان سرتېرو روزنه ځنډولې ده


په افغانستان کې د ځانګړو عملیاتي ځواکونو لوپوړي قومندان تر هغې پورې د نویو جذب شويو افغان سرتیرو د روزنې چارې ودرولي دي، تر څو پورې چې د وسله والو ډلو سره د ټولو هغو اوه ویشت زرو افغان سرتیرو د اړیکو په اړه له سره غور نه وي شوی؛ چې له ده سره کار کوي.

د ا اقدام په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان کې میشت د ناټو سرتیرو قومندانان هڅه کوي؛ د افغان ځواکونو له منځه د دوی پر سرتیرو د بریدونو مخه ونیسي.

تر اوسه پورې په روان کال کې د افغان سرتیرو له منځه د ناټو پر سرتیرو په دا ډول بریدونو کې پنځه څلوېښت بهرني سرتیري وژل شوي دي.

واشینګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، دې شمېر تلفاتو د ناټو چارواکي په دې اعتراف کولو ته اړ کړي؛ چې ووايي، که چیرې شته امینتي تدابیر په سمه توګه پرځای شوي وي؛ د ډیرو دې بریدونو مخه نیول کیدای شوه.

واشینګټن پوسټ ورځپاڼې د ناټو د چارواکو له خولې وايي، له دې ویرې چې د افغان ملي اردو او پولیسو وده ورو نه شي، ډیر پوځي لارښودونه او امنیتي تدابیر افغان او یا امریکايي لورې له پامه غورځولي دي.

د ځانګړو عملیاتي ځواکونو چارواکو ویلي، د نویو افغان سرتیرو د جذبونې لپاره د ارزونې اوسنۍ پروسه موثره د؛ه خو نه عملي کیدو یې د افغان امنیتي ځواکونو په منځ کې د ځینو داسې کسانو پاتې کیدو ته لاره برابره کړې؛ چې یا د وسله والو سره اړیکې لري او یا د افغان حکومت سره جوړ نه دي.

د ناټو چارواکي وايي، موږ د ارزونې ډیره ښه پروسه لرو، خو مهمه دا ده، چې باید عملي شي. د دوی په وینا د افغان ملي اردو او پولیسو د سرتیرو د جذبولو پر مهال دا ارزونې پروسه په سمه توګه نه عملي کیده او د ناټو چارواکي وايي؛ دوی په دې پوهیدل، خو دوی د مسلې ته یې له بله نظره کتل او هغه دا چې که چیرې د نویو استخدام شویو سرتیرو په اړه د سوابقو ډیره جدي څیړنه وشي دا کار به افغان امنیتي ځواکونو ته د نویو سرتیرو د جذبولو بهیر له ځند سره مخ کړي.

واشنګټن پوسټ وايي، د ځانګړي عملیاتي قومندانۍ له خوا نویو جذب شویو افغان سرتیرو د روزنې د بهیر د ځنډولو پریکړه تیره اونۍ وروسته له هغې پېښې وشوه؛ چې د اګست په ۱۷ نیټه د افغانستان په لویدیځ کې یو نوي جذب شوي افغان پولیس په ډزو دوه امریکايي سرتیري ووژل.

د راپور په وینا په افغانستان کې د سیمه ییزو پولیسو د جوړیدولو ابتکار ځانګړي امریکايي ځواکونه اړ کړي؛ چې په لرې پرتو کلیو او بانډو کې د افغان قومي مشرانو او حکومتي چارواکو سره کار وکړي؛ څو کلیوال په خپله د وسلوالو څخه د خپلو سیمو دفاع ته چمتو کړي.

امریکايي ځواکونو تر اوسه د سیمه ایزو پولیسو شمیر شپاړس زرو سرتیرو ته رسولی دی، خو دا پرواګرام چې ټاکل شوې شمیر به یې دوه برابره زیات شي او دیرش زرو سرتیرو ته به ورسیږي د امریکايي ځواکونو لپاره هم په یو خطر هم بدل شوی دی.

د ځانګړي عملیاتو یو لوړ پوړي چارواکي واشینګټن پوسټ ته ویلي دي موږ له افغانانو سره اوسیږو او د افغان پولیسو د جذب پر مهال ارزونه کې د نه پاملرنې هیڅ مورد نه شو زغملی.

افغان چارواکو د امریکا د ځانګړو عملیاتو سرتیرو سره تر اوسه پورې د سیمه ایزو پولیسو څخه د یولس سوو سرتیرو بیا ارزونه کړې ده او تر اوسه یې له دې پروګرام څخه پنځه پولیس افسران ایستلي دي.

دوی همدارنګه د اته زره افغان کمانډو سرتیرو او درې زرو افغان ملي اردو د سرتیرو چې د امریکايي ځواکونو سره په ګډه افغانستان کې عملیات کوي د شناخت په څیړنه او ارزونه هم بوخت دي.

د ځانګړو عملیاتي ځواکونو امریکايي چارواکي وايي دوی خوشبینه دي چې د ټولو افغان سرتیرو د شناخت بیا څیړنه او ارزونه به په دوو میاشتو کې بشپړه شي او د نویو افغان سرتیرو د روزنې بهیر به د یوې میاشتې لپاره ځنډیدلی وي.
XS
SM
MD
LG