د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۳۳

په کوټه کې د هزاره ګانو د وژنو په خلاف کاربنديز شوى


په کوټه کې د هزاره توکمه شعيه مسلمانانو د پرونيو هدفي وژنو- چې اووه تنه د وسلوالو په ډزو وژل شوي- په خلاف نن په کوټه ښار کې بشپړ کاربنديز دى. لښکرجنګوي وسلوالې سني ډلې د دغو وژنو مسووليت منلى او په راتلونکي کې يې هم د شعيه مسلمانانو د وژنو ګواښ کړى دى، خو حکومت د دا ډول وژنو د مخنيوي لپاره د کوټې ښار د امنيت چارې له پوليسو څخه ملېشه ځواکونو ته سپارلې دي.

د کوټې ښار جنوب لوېديځ لور ته په هزارګنجي کې د شنبې په ورځ په دوو پرلپسې پېښو کې موټرسايکل سپرو وسلوالو اووه تنه هزاره توکمه شعيه مسلمانان و وژل چې تر هغه وروسته د هزاره قوم خلکو په قهرجنو مظاهرو لاس پورې کړ، سړکونه يې وتړل، ټايرونه يې پکې وسوځول او هوايي ډزې يې وکړې چې د اخ و ډب په پېښو کې هم دوه تنه و وژل شول او لس نور ټپيان شول.

د وسلوالو له خوا د وژل شويو هزاره ګانو د وژنو په خلاف د شنبې په ورځ هزاره ډيموکراټيک ګوند او د هزاره قومي جرګې له خوا په ښار کې سوله ييزې مظاهرې هم وشوې، دوى د وژل شويو کسانو مړي په کوټه کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخ ته د احتجاج په توګه کښېښوول او ورڅخه يې د انصاف غوښتنه وکړه. د هزاره قومي جرګې مشر سردار سعادت علي هزاره وايي:

((د ملګرو ملتونو دروازه مو ځکه وټکوله چې له بل هر چا څخه ناهيلي شوو، هيله من يو چې له دې ځايه به موږ ته انصاف راکړل شي))

د پاکستان د شعيه مسلمانانو شورا عزاداري کونسل او هزاره ډيموکراټيک ګوند د دغو هدفي وژنو په خلاف نن په کوټه ښار کې کاربنديز اعلان کړى، چې د ښار ټول کوچني او لوى کاروباري مرکزونه په بشپړه توګه تړلي دي. د هزاره ډيموکراټيک ګوند مشر عبدالخالق هزاره وايي د فرقه ييز تاوتريخوالي تر شا د حکومت لاس دى او په لوى لاس غواړي چې دلته خلک سره لاس او ګرېوان شي:

((خلک خپل دوکانونه خرڅوي او کډې کوي، اوس مو هم له دېرشو تر پينځوسو زره کسان له کوټې مهاجر شوي او په بېلابېلو بهرنيو هېوادونو کې د دربدرۍ ټکرې خوري، تر زرو زيات نارينه او ښځې مو اسټراليا ته د تلو پر وخت په سمندر کې لاهو شول، خو دلته زموږ حکومت هيڅ د دوى د ژوند د ژغورلو غم نه خوري حتى چې خواخوږي هم راسره نه کوي))

که څه هم په بلوچستان کې اکثره ملتپال ګوندونه حکومت او امنيتي ادارې د امنيت په ټينګښت کې په پشپړه توګه ناکامه بولي، خو پخپله په ولسي جرګه کې د پيپلز ګوند يو هزاره توکمه غړى ناصرعلي شاه هم په بلوچستان کې د خپل ګوند له حکومته ناهيلى دى او وايي چې خلک يې بېګناه وژل کېږي خو څوک يې ږغ نه اوري:

((د حکومت په نامه هيڅ شى نه شته، امنيتي ادارې هم هيڅ نه کوي او دا هر څه د دوى په وړاندې کېږي، هره ورځ کېږي، زه خو له تېرو څلورنيمو کلونو راهيسې په پارلمان کې او تر پارلمان دباندې د احتجاج په توګه چېغې وهم چې په بلوچستان کې بېګناه خلک وژل کېږي، خو څوک مو هيڅ ږغ نه اوري))

پر هزاره توکمه شعيه مسلمانانو باندې د شنبې د ورځې تر بريد وروسته حکومت د امنيت د ټينګښت په مقصد په يوه بيړنۍ غونډه کې پرېکړه وکړه او د کوټې ښار د امنيت چارې يې د دوو مياشتو لپاره له پوليسو څخه ملېشه ځواکونو ته وسپارلې. د بلوچستان د داخله چارو سيکرتر نصيب الله بازى په دې اړه وايي:

((ملېشه ځواکونه په کوټه کې د امنيت په برخه کې مرسته کوي، نن مو ملېشه ځواکونو ته د دوو مياشتو لپاره نور هم د کوټې امنيتي چارې وسپارلې او دغه شکايت چې ګواکې له خلکو سره وسله ډېره ده، د هغوى پر راهداريو مو هم بنديز لګولى او که خداى کول ملېشه ځواکونه به د ښار امنيتي وضع په ښه توګه کنټرول کړي))

د هزاره ګانو د پرونيو هدفي وژنو مسووليت لښکرجنګوي وسلوالې سني ډلې پر غاړه واخيست. د ابوبکر صديق په نامه يو تن چې وايي د دې سازمان وياند دى، رسنيو ته ويلي چې دغه هزاره توکمه شعيه ګان يې د هغو سني مسلمانانو په بدل کې و وژل چې وايي په تېرو ورځو کې د کوټې په فصيل ټاون نومي ځاى کې شعيه ګانو ټپيان کړي وو. ده ګواښ کړى چې د شنبې د ورځې په احتجاجونو کې د وژل شويو او ټپيانو بدل به هم پرې نه ږدي.

د يادونې وړ ده چې په تېره يوه اوونۍ کې په کوټه ښار کې ديارلس تنه په هدفي ډول وژل شوي چې په هغوى کې يوولس يې هزاره توکمه شعيه مسلمانان ګڼل شوي دي.

راپور:- بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG