د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

د سوريې حکومتي ځواکونو پر حلب ښار حملو کې درنې وسلې کارولي


په داسې حال کې چې ټاکل شوې د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو استازى خپل سوله ساتى ماموريت پيل کړي؛ د دې هېواد له ستر ښار حلب څخه د درنو جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

د سوريې جنګي الوتکو او ځمکنيو ځواکونو پرون د دې هېواد په ستر ښار حلب کې له بمونو او هاوانونو په کار اخيستو سخت بريدونه وکړل.

د سوريې فعالان وايي، حکومت د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمو باندې له جنګي الوتکو په شديده توګه استفاده کړې ده.

دوى زياتوي ياغيانو په ختيځ ښار "البوکمال" کې چې د عراق پولې ته څېرمه پروت دى؛ د هوايي دفاع يو مرکز نيولى دى.

که څه هم دولتي ځواکونو د پلازمېنې دمشق زياتې برخې له ياغيانو بېرته نيولي؛ خو اوس په حلب کې د سيمو د نيولو هڅه کوي.

دا جګړه په داسې حال کې کېږي، چې ټاکل شوې د الجزاير تجربه کاره ډيپلومات "اخضر ابراهيمي" خپل د سوله ساتنې ماموريت پيل کړي، دى د کوفي انان پرځاى دا ماموريت پيلوي، انان وروسته تر هغه استعفى وکړه، چې د وژنو د مخنيوي لپاره يې د اپرېل د دوولسمې اوربند او شپږماده يي پلان ناکام شو.

ابراهيمي پرون وويل، د سوريې ولسمشر بشارالاسد بايد دا درک کړي، چې د بدلون اړتيا ”عاجله“ او ”مهمه“ ده.

په همدې حال کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير "سرګي لاوروف" پرون وويل؛ دا به د بهرنيو قدرتونو لپاره ډېره سادګي وي، چې له اسد څخه دا تمه ولري، څو لومړى له سترو ښارونو خپل پوځيان وباسي او بيا له مخالفانو د ورته اقدام هيله ولري:

”کله چې زموږ شريکان وايي، د سوريې حکومت بايد لومړى جګړه ودروي او له ښارونو خپل ټول سرتېري او وسلې وباسي؛ بيا پر مخالفانو ږغ وکړي، چې ورته اقدام وکړي، دا نه عملي کېدونکې طرحه ده.“

لاوروف دغه څرګندونې د مسکو د نړيوالو اړيکو د دولتي انسټیټيوټ زده کوونکو ته په وينا کې وکړې. ده زياته کړه، د سوريې په وضعيت کې روسيه د هېڅ رژيم او يا هم اشخاصو طرف نه نيسي، خو زموږ دريځ په ساده ډول پر واقع بينۍ ولاړ دى.

روسيې او چين په وار - وار د لوېديځ او د عرب هېوادونو په ملاتړ د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليکونو د مسودو په وړاندې خنډونه جوړ کړي؛ چې هدف يې د سوريې پر ولسمشر بشارالاسد فشار راوستل دي؛ څو په دې هېواد کې تاوتريخوالى ودروي. د اټکل له مخې د سوريې په اتلس مياشتني تاوتريخوالي کې ٢٠ زره کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG