د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۵۳

تر ۲۰۱۴ پورې به د ښوونځیو په معیار برابر ټول ماشومان ښوونځي ولري


د افغانستان د پوهنې وزیر داکټر غلام فاروق وردک
د افغانستان د پوهنې وزیر دغه څرګندونې د شنبې په ورځ په کابل کې د دریو ښوونځیو دافتتاح په غونډه کې وکړې.

غلام فاروق وردګ وویل، تر ۲۰۱۴ کال پورې د افغانستان هیڅ یوه داسې سیمه بې ښوونځي پاتې نه شي چې ښونځي ته په کې اړتیا وي او ښوونځیو ته د ودانیو او مسلکي ښوونکو ستونزه به هم په بشپړه توګه هواره وي:

"وعده مې کړې، چې تر ۲۰۱۴ کال یعنې له نن څخه دوه کاله وروسته به موږ په ګران هېواد کې د ښوونځي د عمر د شمولیت د زده کوونکو له جملې څخه هیڅ څوک هم انشاالله له ښوونځي څخه پاتې نه شي او هیڅ هغه کلی او بانډه چې هغه ایجاب د دې وکړي؛ چې موږ ښوونځي په کې جوړ کړو له ښوونځي څخه پاتې نه شي هیڅ ښوونځي به دهېواد د بچیانو پرمخ تړلی پاتې نه شي او هیڅ بې له ښوونکي څخه پاتې نه شي او زموږ ښوونکي به له ۱۴ ټولګي څخه کمې زده کړې ونه لري."

هغه زیاته کړه، په دې برخه یواځنۍ ستونزه د ښوونځي د ځمکې نشتوالي ده، ځکه د ځمکې لپاره پیسې نه په انکشافي بودیجه کې لري او نه هم مرسته کوونکې موسسې په دې برخه مرسته کوي.

وردګ په خلکو او خصوصي سکتور غږ وکړ، چې په دې برخه کې هر اړخیزې مرستې وکړي.

یوشمېر کتونکي د وردګ خبرو ته د شک په سترګو ګوري او وايي؛ د مځکو د نشتوالي ترڅنګ د پوهنې وزارت په دې برخه کې له زیاتو اوجدي ستونزې سره مخامخ دی.

صدیق الله بدر په دې اړه ازادۍ راډیوته وویل:

"د ښاغلي وزیر دغه خبره ډېره خوشبینانه او غیر عملي ده، غیر عملي په دې چې ورځ تر بلې د افغانستان امنیت خرابیږي، د هېواد له لرو پرتو سیمو ناامنۍ مرکزي برخوته راځي اوحتي کابل ته دغه ناامنۍ پراخیږي او خلکو یې ډېر اندښمن کړي دي."

هغه زیاته کړه هغه امکانات چې د پوهنې وزارت په تېرو۱۱ کلو کې درلودل اوس یې نه لري.

ښاغلي بدر وايي چې دغه څرګندونې هیله بښونکې دي خو باید ملت په داسې خبرو ونه غولول شي،ځکه په نه عملي کېدو سره د خلکو اعتبار په حکومت کمیږي.

که څه هم په تیرو څو کلونوکې په افغانستان کې د زده کوونکو او ښوونځیو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی؛ خو د راپورونو له مخې اوس هم په ټول هیواد کې ۵۲۸ ښوونځی بند دي.

نږدې ټول دغه ښوونځي په جنوبي او ځینو نورو سیمو کې د ناامنیو او د وسلوالو مخالفینو د ګواښونو له امله تړل شوي؛ چې د پوهنې وزارت وايي، له امله یې شا او خوا درې لکه زده کوونکې له زده کړو بې برخي دي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG